د ملي امنیت سلاکار له زلمي خلیلزاد سره په افغان سوله خبرې کړې

د ملي امنیت سلا کار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د یاد هېواد سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره پر افغان سوله غږېدلی دی. د ملي امنیت شوار د خبرپاڼې له مخې، دوی له یو بل سره د سولې پر ورستیو پرمختګونو سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت هم بحث او خبري کړي دي. خبرپاڼه کاږي، چې دغه راز پر دې هم بحث شوی چې، څه ډول باید د سولې لپاره له ایجاد شوي فرصت نه په غوره توګه استفاده او راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.