د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له خپلې دندې استعفا کړې

ادیب فهیم په خپل استعفالیک کې ویلي چې د شخصي ستونزو له امله نور دغه دندې ته ادامه نه شوای ورکولی.

هغه خپله استفعا ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست ته وړاندې کړې ده.

د ملي امنیت ریاست د هېواد مهم ارګان بللی دی او په دې برخه کې یې د مهمو پرمختګونو ډاډ ورکړی.

فهیم ویلي چې د کاري مودې پر مهال یې د ملي امنیت ریاست پیاوړی شوی او ددغه ریاست کارونه د هېواد له برخلیک سره مستقیمه اړیکه لري.