د ملي شورا د شپاړسمې دورې څلورم تقنیني کال پیل.

دغه مراسم نن د جمهور رییس له خوا په رسمي توګه پیل شول. د ولسي جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقي نن رسنیو ته وویل؛ چې دا کال د دوی لپاره مهم دی.د ملي شورا یو شمېر غړي وایي، له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چې؛ ډیر ژر د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه یو مناسب کس شورا ته د رای اخیستلو لپاره ور وپیژني کړي.د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم تیره اونۍ مړ شو او دا لا معلومه نه ده چې ولسمشر به څوک د فهیم ځای ناستی و ټاکي.