د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، ژر تر ژره دې د ټاکنو لوموړنۍ پایلې اعلان کړي

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو د اشرف غني د ټیم په ملاتړ په یوې غونډه کې د یک شنبې په ورځ په کابل کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي.

د ولسي جرګې غړی محمد اقبال صافي وویل: “موږ له کمېسیون څخه هیله کوو چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړني پایلې اعلان کړي، که کمېسیون د دې توان نه لري نو موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې اقدام وکړي.”

د ښاغلي اقبال په خبره، د کمېسیون د لومړنیو پایلو اعلان باید ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي بیا وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډ د ملي بهیرونو ترڅنګ د خلکو پر کار او بار هم منفي اغیز کړی چې باید ژر تر ژره اعلان شي.

صدیقي وایي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو نه اعلان اغیز د سولې پر پروسه هم اغیز کوي، که د ولسمشرۍ لومړنۍ پایلې ژر اعلان نشي موږ دسولې په برخه کې رغنده ګامونه نشو پورته کولي.”

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د رایو د بیا شمېرنې د بهیر تر بشپړېدو ورسته اعلان کړي.

کمېسیون د عقرب میاشتي په اتلسمه نیټه په ټول هېواد کې د ۸۲۶۶ محلونو د رايو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړ، خو دا کار د یو شمېر ټاکنیزو ډلو له غبرګون سره مخ شو چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې لا هم په اوو ولایتونو کې دغه بهیر نه دی پیل شوی او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو دروازې د معترضینو له خوا تړل شوې دي.