د ملي شورا ۱۷ مې دورې د دویم کال پرانېست غونډه ترسره شوه

ولسمشر غني په کابل کې د ملي شورا ۱۷ مې دورې د دویم کال پرانېستنه د شنبې په ورځ رسما وکړه او نوې ملي شورا به خپله دنده پیل کړي.

د غونډې پرانېست وېنا کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، چې افغانستان د سولې په یو تاریخي پړاو کې دی، امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د میر رحمان رحماني په وېنا دوی له وسله والو طالبانو غواړي، چې سوله وکړي او د افغانستان په دایمي ثبات کې ونډه واخلي.

د ملي شورا پرانیست غونډه کې ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه، چې د ملي شورا غړو به په ژمنیو رخصتیو کې له ولس سره کتلي وي او ډېر وړاندیزونه به یې راوړي وي.

ولسمشر وویل چې ټول خلک باید مقننه قوې ته درناوی ولري او هغه وکیلان چې قانون ته درناوی لري، پر ولس یې احترام واجب دی.

هغه د امنیتي ځواکونو له قهرمانیو هم یادونه وکړه، ولسمشر وویل چې د امنیتي ځواکونو قربانیو پایله دا شوه، چې د سولې پروسې فرصت رامنځته شي.