د ملي وحدت د حکومت پر جوړښت د دوو ټاکنیزو ټمیمونو هوکړه لیک

د هوکړه لیک پښتو متن

ژباړن: رضوان زرمتی

۱ : د لومړي وزیر یا صدراعظم د پوست د رامنځته کولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر د لویې جرګې د جوړولو لپاره د اسانتیاوو برابرول. راتلونکی ولسمشر ژمنه کوي چې د اساسي قانون د تعدیل او د لومړي وزیر د پوست د رامنځته کولو د استدلال لپاره به لویه جرګه جوړوي. د لوړې تر مراسمو ورسته به نوی ولسمشر د اجرائووي ریس سره په مشوره د یو فرمان په ترڅ کې یو کمیسیون جوړوي چې د اساسي قانون د تعدیل مسوده چمتو کړي. د اساسي قانون د موادو له مخې ( د اساسي قانون د موادو د شمېرلړ ذکر ) د ملي وحدت حکومت ژمنه کړې ده چې د امکان په صورت کې ډېر ژر د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې جوړې کړي ، تر څو د اساسي قانون د لویې جرګې نصاب بشپړ شي. د ملي وحدت حکومت ژمنه کړې ده چې د قانون له مخې د اساسي ټولنو د تنظیم او د سیمیزو ټولنو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره یو قانون جوړ، تصویب او نافذ کړي. د ملي وحدت حکومت ژمنه کوي چې ډېر ژر د هویت برېښنايي تذکرې په ټولو هیوادوالو وویشي. یادې ژمنې به د دغه هوکړه لیک سره د مل مهالویش له مخې پلې کېږي.

۲ – د اجرائیوي ریاست پوست : تر هغه مهاله چې د اساسي قانون د تعدیل له مخې د اجرائیوي صدراعظم پوست رامنځته کېږي، د اساسي قانون د احکامو له مخې به د نوي ولسمشر له خوا د یو فرمان په ترڅ کې د لوړې د مراسمو په ورځ اجرائیوي ریس او مرستیالا یې هم معرفي شي. د اجرائیووي ریس ګمارل چې د اجرائیوي لومړي وزیر وظیفوي صلاحیتونه به هم ورسره خوندي وي د (( دوهمې طرحې )) له مخې او د ولسمشر د هوکړې سره سم به تر سره کېږي. اجرائیووي ریس به د دولت ریس ته ځواب ګویه وي. اجرائیوي ریس ته به د ځانګړو صلاحیتونو پروتوکول د دولت د ریس له خوا د یو فرمان په ترڅ کې سپارل کېږي. د افغانستان د تاریخ دغه دور د یو مشروع او فعاله دولت د جوړولو غوښتونکی دی، تر څو د ریفورمونو او اصلاحاتو د پروګرامونو په پیل سره د خلکو لیکې پیاوړې او په دې ډول د افغانستان د خلکو د یو ورځني حقیقت په توګه د اساسي قانون ارزښتونه رعایت کړي. د افغانستان ثبات باید د د دولت د ریس او اجرائیوي ریس تر منځ البته د دولت د ریس په مشرۍ په یو ځانګړي سیاسي مشارکت سره پیاوړی شي، د ملي وحدت حکومت د سیاسي هوکړه لیک ، د ریفورمونو لپاره د ژمنو ، او د د تصمیمونو د نیولو لپاره ځان د همکارۍ له مخې وقف کړي. د ملي وحدت حکومت به ښځو ، ځوانانو ، علماوو او زیانمنو کسانو ته په پاملرنې سره د خلکو هیلې سولې، ثبات ، امن ، د قانون حاکمیت، عدالت ، د سوداګرۍ پرمختګ او د خدمتونو د وړاندې کول په برخه کې پوره کړي. د دې تر څنګ دغه هوکړه لیک به د صادقانه مشارکت او ګټورې همکارۍ له مخې د دولت په اړه او د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره یو بنسټ وي. په یواځې توکه او په ټوله کې د دولت د ریس او اجرائیوي ریس تر منځ اړیکي د دغه هوکړه لیک له مخې نه شي تعریفېدلی .بلکه باید د مشارکت ، ملګرتیا ، همکارۍ او له ټولو نه مهمه دا چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د مسوولیت اخیستلو له مخې تعریف شي. د دولت ریس او اجرائیووي ریس د مشارکت د روحیې له مخې یو بل سره د کار په کولو مکلف دي . د اجرائوي ریس صلاحیتونه به د ولسمشر له خوا د یو ځانګړي فرمان په ترڅ کې د اساسي قانون د ۶۰، ۶۴ ، ۷۱، ۷۷ ، موادو له مخې تفویض کېږي. د صلاحیتونو اصلي برخې په دې ډول وي ، ۱ – د ولسمشر سره د پرېکړو پر سر په غونډو کې ګډون
۲ – د اداري او اجرائیووي چارو تر سره کول لکه څرنګه چې د ولسمشر يه فرمان کې یې په اړه ویل شوي دي
۳ – د ملي وحدت په حکومت کې د اصلاحاتو د پروګرامونو پلي کول
۴ – په ټولو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د طرحه او د فساد په وړاندې رسمي مبارزه
۵
– په ځانګړو اداري او مالي صلاحیتونو کار کول کوم چې د ولسمشر په فرمان کې یې په اړه ویل شوي دي
۶ – د صلاحیتونو له مخې په کاري چوکاټ کې د تعریف شویو دندو له مخې د اجرائیوي ، حقوقي ، او قضايي ارګانونو تر منځ د کاري اړیکوو رامنخته کول
۷ – د دولت د بودجه وي او مالي پروګرامونو پلي کول ،کنترول او د پالیسو ملاتړ
۸ –دولت ته د ضرروري طرحو او راپورنو ورکول
۹ـ ولسمشر به یې د دولت او حکومت د ریس په توګه ، کابینه او د اختیاراتو له مخې ، د دولت پالیسۍ ، استراتېژي، بودجه ، د سرچینو په کار کول،د دندو تر منځ د قانون اېښودل او د هغه نور صلاحیتونو رهبري کوي . کابینه به د دولت له ریس ، مرستیالو ، اجرائیوي ریس او مرستیالو ، ریس المشاور او وزیرانو څخه جوړه وي. د وزیرانو شورا به د دولت اجرائیوي چارې تر سره کوي، اجرائیوي ریس به د وزیرانو شورا د ټولو فرعي غونډو مشري کوي، د دغه هوکړه لیک د دغې مادې له مخې د ولسمشر یو فرمان باید د وزیرانو د دغه شورا متمایز والی معرفي کړي
۱۰ – ولسمشر ته د لوړ پوړو چارواکو د لرې کولو او مقرریانو او په نورو برخو کې مشوره
۱۱ – د ولسمشر د خوښې په صورت کې په نړیوالو غونډو کې د ولسمشر استازولي
۱۲ – اجرائیوی ریس د امنیت شورا غړی هم دی
۱۳ – اجرائیوي ریس دوه مرستیال لري چې د کابینې ، وزیرانو شورا او امنیت شورا په غونډه کې د غړو په توګه ګډون کوي، د اجرائیووی ریس د مرستیالو دندې او صلاحیتونه د راجرائیوي ریس په شانې او یا د ځانګړو پروتوکولونو له مخې د اجرائیووي ریس له خوا طرح او د ولسمشر له خوا د فرمان په ترڅ کې توشیح کېږي
: ۳ : د لوړ پوړو دولتي چارواکو تعینات : د ملي مشارکت ، لیاقت ، وړتیا ، عادلانه استازیتوب ، صداقت او
د ملي یووالي دولت د اصلاحاتو پروګرام لپاره تعهدات باید لاندې برخو ته ژمن واوسي: (( د امنیتي او مالي ادارو د ریسانو او خپلواکو ریاستونو په کچه د کسانو په ګومارلو کې د ولسمشر او اجراییه ریس برابري، ددغې برابري په پایله او د ۱۲ او ۱۳ مادو له مخې دواړه ټیمونه د ملي امنیت شورا د مشرتابه په کچه برابره برخه لري او د غړو په کچه هم برابره او منصفانه برخه لري)) (( د ولسمشر او اجراییه ریس به د لوړپوړو مامورینو د ګومارلو په برخه کې په ځانګړي برابر ډول هوکړه وکړي، ددغه میکانیزم له مخې اجراییوي ریس به د ټولو ترلاس لاندې څوکیو لپآره د کسانو په ورپیژندلو کې بشپړه برخه ولري او باید د ټولو کاندیدانو په برخه کې پوره غور وشي. د ګډې اعلامیې او (۵) مادې مطابق، د دولت ریس او اجراییه ریس د لوړو مقاماتو په معرفي یا ګومارلو کې چې د عامه خدماتو تر چتر لاندې نه وي د پورتني میکانیزم جدپ سلا مشوره کوي چې باید په برابر او منفانه ډول د دواړو خواوو استازیتوب وکړي، او د هیواد د سیاسي او ټولنیز جوړښت په پام کې نیولو سره او میرمنو، ځوانانو او معلولینو ته په ځانګړې پاملرنې سره، د د عدلي او قضایي او سیمه ایزو مهمو ادارو په ګډون د ټولو هیوادنیو ادارو لپآره. دواړه خواوې د عامه خدمتونو په کمیسیون کې د اصلاحاتو لپاره ژمنې دي. د سیستم په مختلفو سطحو کې د ټولنې د شخصیتونو او افرادو لپاره د پراخ ګډون لاره هوارول. له دې فرصتونو څخه د سولې، امنیت او ټیکاو د ټینګولو او یوې سالمې ادارې د جوړولو لپاره ګټه اخیستنه. د دوهم وړونکي ټیم لپاره د رهبري څوکۍ ایجادول( د دولت اپوزیسیون:(د ۱۳۹۳ د زمري میاشتې د ۱۷ نیتې د ګډې اعلامیې له مخې د دموکراسي د پیاوړتیا او پراختیا په مقصد، د دوهم وړونکي رهبري څوکۍ( اپوزیسیون) ددغه هوکړه لیک له مخې به اپوزیسیون د دولت د متحد په توګه عمل کوي. ۵- انتخاباتي اصلاحات: د راتلونکو ټاکنو د باورمند تر سره کیدو څخه د ډاډ لپاره د ټاکنو سیستم( قوانین او ادارې) د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو ایجاب کوي، د ملي یووالي حکومت له جوړولو وروسته په لنډه موده کې جمهورریس د یوه ځانګړي فرمان له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون جوړوي. تر څو انتخاباتي سیستم د سیاسي کاري چوکاټ د ۷ مادې له مخې اصلاح کړي. ددغه کمیسیون غړي د دولت د ریس او اجراییه ریس په هوکړه معرفي او ټاکل کیږي. دغه کمیسیون اجراییه ریس ته رپوټ ورکوي او کابینه د هغوی د طرحو د اجرا لپاره پریکړه کوي. ددغه کمیسیون موخه به د ۲۰۱۵ کال پارلماني ټاکنو لپاره د ټاکنیز سیستم اصلاحات وي. ۶- تطبیق: ددغه هوکړه لیک د موادو د تعبیر او عملي کولو په اړه هرډول د نظر اختلاف او لانجه د دواړو خواوو په مشوره حل کیږي. دواړه خواوې د نړیوالې ټولنې د هغه رول ستاینه کوي چې دده هوکړه لیک د تخنیکي او سیاسي اسانتیاوو لپاره یې ترسره کړ. او د راتلونکي ملي یووالي د حکومت په برخه کې ددغه هوکړه لیک له عملي کیدو څخه هرکلی کوي. ۷: ددغه هوکړه لیک نافذیدل: د ۲۰۱۴ د جولای د ۱۲ نیټې سیاسي او تخنیکي کاري چوکاټ او د ۲۰۱۴ کال د اګست د ۸ نیتې ګډې اعلامیې ته په درناوي سره چې ټول یې په دې هوکړه لیک کې منعکس شوي دي. تصدیق کوي چې د نړیوالې ټولنې او افغانانو په شتون او ددواړو کاندیدانو په لاسلیک سره د اجرا وړ کیږي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی

ډاکټر عبدالله عبدالله

شاهدان:

افغان ولسمشر حامد کرزی

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش

په کابل کې د امریکې سفیر جیمز کننگم پای