د ملي یووالي حکومت د کار دوام ټاکنو ته ګواښ دی

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو نن په کابل کې د اوسني حکومت د کار د دوام پر وړاندې اعتراضیه غونډه کړې وه.

په دې غونډه کې ګډو نوماندانو د ملي یووالي د حکومت د کار دوام غیرې قانوني وباله او له ولسمشر یې له دندې د لرې کېدو غوښتنه کوله.

ددوی په باور د تېرې جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت د کار موده پای ته رسېدلې ده او د کار دوام یې د ملت او هېواد په زیان دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر وایي، چې که ولسمشر خپل کار ته دوام ورکوي؛ نو دا د ټاکنو پر وړاندې یو ګواښ دی.

دده په خبره د ولسمشر غني او د حکومت د اوسني مشرتابه په موجودیت کې شفافې ټاکنې نه شي کېدلی او هر څه به له ګډوډۍ سره مخ کړل شي.

نورو نوماندانانو هم د ولسمشر غني د کار په دوام نیوکه کوله او د ملي یووالي حکومت د کار دوام یې غیرې قانوني باله.