د ملګرو ملتونو یو پخوانی سرمنشي پطرس پطرس غالي د ۹۳ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې .
غالي د مصر تبع و او د همدغه هېواد د پلازمېنې قاهرې په یوه روغتون کې مړ شو .
د هغه د مرګ سبب نه دی روښانه شوی ، غالي په ۱۹۹۲ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي شو او د یوې دورې یانې ۵ کلونو لپاره یې دغه دنده مخته یوړه .
غالي د دندې پرمهال له سختو ننګونو سره مخ شو ، د روانډا ټول وژنه او پرکویټ د ایران برید یې د دندې د وخت دوه لوېې پېښې وې، چې دی یې په مخنیوي کې د پاتې راتګ له کبله ډېرنقد شو .