د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر کردانو د ترکیې د هوايي بریدونو له کبله اندیښنه وښوده .
د دغې شورا دوره یي ریس او د ونزویلا دایمي استازي خبریالانو ته وویل، دا بریدونه د امنیت شورا لپاره د منلو وړ نه دي .
هغه زیاته کړې ، یادې شورا په ګډه له ترکیې غوښتي، چې دا بریدونه زر پای ورسوي .
ترکیه پردغو کردانو برید د خپلوملي ګټو د خوندیتوب هڅه ګڼي ، خو د بریدونو منتقدان یې دا یوه قومي عقده او غچ اخیستنه بولي .