د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول

په دغو بندیزونو کې تر ډیره د شمالي کوریا صادرات په نښه شوي او په کلنۍ توګه به دغه هیواد د یو میلیارد ډالرو زیان سره مخامخ کړي.

پیونګ یانګ د امریکا لخوا امنیت شورا ته ددغو وړاندیز شویو بندیزونو له تصویب څو ساعته وروسته وویل، دا بندیزونه به د داسې اور د بلیدو لامل شي، چې امریکا به هم پکې وسوځي.

په ورته وخت کې چین هم له شمالي کوریا غوښتي، چې د امنیت شورا پریکړه لیکونو ته درناوي وکړي او له اټومي پروګرامه لاس واخلي.