د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه تصویب کړل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د ۶ اټمي ازمېښت په عکس العمل کې، پر دې هېواد تازه بندیزونه اعلان کړل.

دا بندیزونه تر ډېره بریده د شمالي کوریا د نساجي صادارات او د دې هېواد د خامو تېلو واردات په نښه کوي.

دا نوي بندیزونه د متحده ایالاتو له خوا پېشنهاد شوي وو چې په کې د شمالي کوریا پر مشر کیم جون اون د سفر بندیزونه ، د هغه د پانګو د کنګل کولو او دې هېواد ته د تېلو د ورکولو د بندولو غوښتنه شوې وه، خو امنیت شورا یوازې د شمالي کوریا د نساجي پر صاداراتو او د خامو تېلو پر وارداتو بندیزونه تصویب کړل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د رأیو په اتفاق سره پر پیونګ یونک نوي بندیزونه تایید کړل.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې وویل، پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو تصویبېدل، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د چینايي سیال تر منځ د غښتلې اړیکې ثمره ده.

نیکې هیلې زیاته کړه:د دې پرېکړه لیک تصویب د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر منځ له قوي ارباط پرته ممکن نه و.”

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي وویل چې پر شمالي کوریا يې ځکه له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ چې د هغه په خبره، د اټمي ازمېښتونو پر وړاندې عکس العمل نه ښودل خطا ده.

متحده ایالات وايي چې د نویو بندیزونو له امله به شمالي کوریا په کلني ډول له اته سوه میلیونو ډالرو عایده محرومه شي

واشنګټن په دې باور دی چې د بندیزونو زیاتوالی به دا هېواد د اټمي او لرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازمېښتونو منع کړي.

دا له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې نهم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا د دې هېواد د اټمي پروګرام په خاطر، بندیزونه لګوي.