د ملګرو ملتونو پر یو موټر لاسي بم ور اچول شوی دی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې نن یکشنبه ماښام په شاوخوا ٦:٢٠ د کابل ښار په نهمه حوزه کې د بخار خانې په سیمه کې د ملگرو ملتونو پر یو موټر لاسي بم ور اچول شوی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې یو بهرنی وژل شوی او د ملګرو ملتونو د دوو افغان کارکوونکو په ګډون پنځه ملکيان ټپیان شوي دي.