د ملگرتیا درې اصول

هر انسان په خپل ژوند کې کوشش کوي چې ښه ملگری ولري.

پوهان وایي چې سلو ملگرو څخه یو ملگری ښه دی،چې ملگرتیا په اصولو برابر وي، او د پاللو وړتیا یې ولري او عبدالرحمان بابا یو بیت کې وایي چې

هر سړی د خپل مطلبه پورې یار دی

ما د خدای لــپاره یـــار لیـــــدلی نه دی

نو ملگرتیا لومړی اصول.

متقابل احترام.

په ملگرتیا کې باید یو د بل ترمینځ متقابل احترام وشي، ځکه چې متقابل شخص دا درک نه کړي، ایا زما ملگری ماته احترام نه لري، چون دوی شاید زر تر زره خپل دریځ درڅخه بدل کړي او تل لپاره مو پریږي نو په ملگرتیا کې متقابل احترام خورا مهم دی.

دوهم احساس درلودل.

احساس خدایه ورکړه ده چې ځینې انسانان طبعأ لري، نو دا دې پاکی ملگرتیا دوهم اصول دی باید د چا په احساساتو لوبې ونه کړو.

 

درېیم درک کول.

سالمه او پاکه ملگرتیا کې یو بل ښه درک کول کیږي.

نو راځٸ چې ملگری څه نور خلک هم درک کړو.

 

ستاسې ورور “رفیع الدین سیال”