د ممبۍ په بریا حېدراباد دویم پړاو ته لار پېدا کړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د ممبۍ بریا سره سنرایزر حېدر اباد لوبډلې هم دویم پړاو ته لار ومندله.

ممبۍ انډینز لوبډلې د دې سیالیو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې کلکته نایټ رایډرس لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.

کلکتې لوبډلې شل اورنو کې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ، چې ممبۍ لوبډلې د یو لوبغاړي په زیان سره پوره کړ.

سنرایزر حېدراباد، کېنګز اېلېون پنجاب او د کلکتې لوبډلې پواینټونه مساوي وه؛ خو سنرایزر په لوړ نیټ رن ریټ سره دویم پړاو ته ووته.

که دا لوبه کلکتې ګټلې وی له نیټ رن ریت غېر په ۱۲ پواینټونو دویم پړاو ته وتله.

په دې سیالیو کې نن لوبه نشته؛ خو سبا ماښام مهال ۶ نیمې بجې به چینای سوپر کېنګز لوبډله له ممبۍ انډینز لوبډلې سره پای لوبې ته د لار موندنې سیالۍ ترسره کړي، چې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله به د سنرایزر حېدر اباد او ډیلي لوبډلو ته انتظار کوي، څو یوه لوبډله بریا خپله کړي او دویمه نیمه پای لوبه کې ورسره بیا مخ شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی