د منظور پښتین د خوشي کولو د ضمانت درخواستونه ومنل شول

پاکستاني محکمو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د ضمانت درخواستونه منلي دي او د هغه پر ضد جوړو شوو پنځو واړو دوسیو کې يې په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر کړی دی.

د پښتين يو وکيل سعيد اختر پرون شنبه د فيبرورۍ پر ۱۵مه تر عدالتي پرېکړې وروسته رسنیو ته ویلي و، چې د ضمانتونو تر منظورۍ وروسته امکان شته چې منظور پښتين د شنبې په ورځ له ډېره اسماعيل خان زندانه خوشي کړل شي. د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې ول چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو پر غوښتنه کړې. عدالت هغه وخت منظور پښتين د ۱۴ ورځو پر عدالتي غوښتنو زندان ته ولېږه. پر منظور پښتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ پر ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې وه چې پکې ويل شوي، منظور پښتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې غونډې ته په وينا کې ویلي و، چې هغه د پاکستان د ۱۹۷۳م کال ايين نه مني ځکه چې د هغه په وينا دا ايين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی خو پښتين دا تورونه رد کړي دي. پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې تورونه لګیدلي دي. د ډېره اسماعيل خان يوه عدالت منظور پښتين ته وار له مخه په درو مقدمو کې ضمانت ورکړی و چې بيا وروسته نن د ټانک او بّاړي پور عدالتونو هم په يوه يوه مقدمه کې د هغه ضمانت منظور کړ. د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.