د موجوده معلوماتو له مخې به د کورونا ناروغي له افغانستانه کله ختمیږي؟ هغه خبر چې ټول یې په تمه ول

په افغانستان کې تر دې دمه د کورونا ویروس له امله د مړو شمیره 50 تنو ته رسیدلې، په داسې حال کې چې د کورونا ناروغانو شمیر 1531 تنو ته رسیدلی دی. او په ټوله نړۍ کې له کورونا څخه له 200 زره څخه ډیر خلګ مړه شوي دي. په ورته وخت کې د موجوده معلوماتو له مخې داسې شمېرنې هم مخې ته راغلی دي، په کوم کې چې د  افغانستان په ګډون د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه د کورونا د له منځه تلو احتمالي وخت ښودل شوی دی.

د تفصیلاتو له مخې په تیرو 24 ساعتونو کې په افغانستان کې 68 مثبتې پیښې ثبت کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. او تر دې دمه په ټول هیواد کې 1531 مثبتې پیښې ثبت چې 50 تنه مړه شوي او 207 تنه بیرته روغ شوي هم دي. په کابل کې 452 تنه، په کندهار کې 203 تنه، په هرات کې 390 تنه، په ننګرهار کې 33 تنه، په بلخ کې 84 تنه، په پکتیا کې 42 تنه، په غزني کې 33 تنه د زیاتو پیښو ثبت کیدو سره د لیست په سر کې قرار لري.

د سینګاپور د ټیکنالوژۍ او ډیزاین پوهنتون د موجوده ډیټا تحلیل کولو وروسته ویلي دي چې په سنګاپور کې به د جون میاشتې په 13 نیټه، سعودي عربستان کې به د مئ په 21 نیټه، امریکا کې به د مئ په 11 نیټه، ایټالیا کې به د مئ په 7 نیټه، قطر کې به د جولای په 26 نیټه، نایجیریا کې به د جون په 19 نیټه، روسیه کې به د مئ په 21 نیټه، ایران کې تمه کیږي چې دا به د مئ په 19 نیټه پای ته ورسیږي.

په راپور کې د افغانستان په هکله ویل شوي دي چې ممکن د جون تر 17 نیټې پورې 97% فیصده، د جولایي تر 4 نیټې پورې به 99% فیصده، او د اګست تر 27 نیټې پورې به 100% فیصده کرونا وایروس له افغانستان څخه له مینځه لاړ شي.

په ورته ډول د مئ 13 په انګلستان کې، د مئ 3 په هسپانیه کې، د مئ 5 په فرانسه کې، د مئ 2 په جرمنی کې، د مئ 18 په جاپان کې، د مئ 16 په کاناډا کې، د مئ 15 په ترکیه کې، د مئ 15 په سوډان کې، د مئ 20 په مصر کې، د مئ 20 په هندوستان کې، د مئ 7 په فیلیپین کې، د جون 3 په انډونیزیا کې، د مئ 5 په مالیزیا کې، د جون 3 په بحرین کې، د مئ 7 په لبنان کې، د مئ په 22 آسټرالیا کې او د مئ 29 په کویت کې د ختمیدو امکان لري.

دا د تیرې ورځې پورې موجودو معلوماتو څخه اټکلونه شوي دي، د دې اټکلونو اخیستلو لپاره د SIR اپیډیمولوژیک ماډل کارولو څخه مرسته اخیستل شوی ده او په بیلابیلو هیوادونو کې د ژوند طور طریقې هم مشاهده شوې دي.