د مور مهرباني له پنده ډکه کیسه!

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 

یوې نجلۍ له خپلې مور سره شخړه لرله، ډېره غوسه شوه او له کوره بهر شوه، د لارې په اوږدو کې یوه کیک پلورنځي ته ورسېده؛ د لوږې احساس یې وکړ، خو پیسې ورسره نه وې . د پلورنځي خاوند یوه بوډۍ مهربانه ښځه وه، د بوډۍ ښځې پام نجلۍ ته شو، چې کیکونو ته ګوري، له هغې څخه یې وپوښتل : ګرانې وږې شوې یې ؟ نجلۍ ځواب ورکړ : هو مګر پیسې نه لرم . بوډۍ وویل : هېڅ خبره نه ده، زما مېلمنه یې، کیک او چای یې په مخکې ورته کېښودل، نجلۍ مننه وکړه او لږ کیک یې له چای سره وخوړ، له سترګو یې اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، بوډۍ ښځې وپوښتل : څه شوي لورې ؟ نجلۍ وویل : هېڅ نه ما له خپلې مور سره شخړه وکړه او هغې زه له کور څخه بهر کړم . د نجلۍ د خبرو په اورېدو سره بوډۍ ښځې وویل: ګرانې څنګه کولای شې، چې داسې فکر وکړې، ما یوازې تاته چای او کیک درکړل، خو تا ډېره زیاته مننه وکړه، مګر مور دې له ډېرو کلونو را هیسې تاته خواړه چمتو کوي، ولې له هغې څخه مننه نه کوې ؟

نجلۍ یوه شېبه چوپتیا غوره کړه او په بیړه د کور په لور روانه شوه، کله چې ورسېده، ګوري چې مور یې په دروازه کې ورته په تمه ولاړه ده . مور د خپلې لور په لیدو موسکۍ شوه او وې ویل: ګرانې ! بیړه وکړه خواړه سړېږي . په دې وخت کې د نجلۍ له سترګو اوښکې را وبهېدې، خپله مور یې په غیږ کې ونیوله، مخ او لاسونه ور ښکل کړل .

دوستانو ! کله وخت موږ د نورو له نېکۍ او مهربانۍ څخه مننه کوو، خو د خپل مور او پلار نېکي او لورینه نالیدلي نیسو . د کورنۍ له غړو سره مینه د ستاینې وړ ده .