د مکتب د شاگردانو او د پوهنتون د محصلینو لپاره د مطالعې غوره طريقه

لیکوال :  اخترګل سیلاب

لومړی :باید موږ د مطالعې لپاره داسې ماحول غوره کړو چې هغه بلکې ارامه فضاوي اوشین ځاي وي.

دويم: کله چې مطالعه کوو موږ باید دځان سره کوم سوچونه لرو هغه له ځانه لرې کړو روهي او جسمي فکرمو له کتاب سره وي.

که چېرې تاسې غواړئ يو لس پاڼې مضمون په ياد کړئ، نواول به د هغه مضمون يو پاڼه په غور مطالعه کړئ، وروسته هغه په خپل ذهن کې تکرار کړئ او د ځان سره فکر وکړئ، چې د هغه لومړۍ پاڼې څخه مو څو سلنه اخذ کړئ، که مو د ياد شوې برخې فيصدي زياته وه؛ نو دوهمې پاڼې ته ولاړ شئ، هغه هم په ښه غور مطالعه کړئ، تر ازمايښت او فيصدۍ معلومولو ورسته بيا دواړه پاڼې په ذهن کې تکرار کړئ او همداسې مخته درېیمې پاڼې ته ولاړ شئ او بيا ټول په ذهن کې تکرار کړئ، تر پايه د همدې طريقې څخه استفاده وکړئ، په هرځل تکرار سره ستاسې د ياد شوو معلوماتو فيصدي ډېرېږي، خو که بيا هم ذهن درسره ملگرتوب نه کوي او معلومات يې نه ساتل نو بيا کولاى شئ، چې د هرې پاڼې هغه عمده نکات په نښه کړئ او هغه په پنسل باندې د پاڼې پر يو کنج وليکئ او د هغه له مخې هر پاڼه په ذهن کې تکراروئ، په تکرار تکرار سره به هغه معلومات تاسو سره په حافظه کې د دايمي معلوماتو برخه وگرځي.