د مکسيکوپه درې ایالتونو کې زلزلې له ۱۳۰ زیات کسان وژلي

مکسيکو کې خونړۍ زلزلې د پلازمېنې مکسيکو سيټي مکسيکو په گډون درې نورو ايالتونو کې لسگونه کورونه نړولي او له ۱۳۰ زیات کسان يې وژلي دي.

د چارواکو په وينا د لومړنيو رپوټونو له مخې ۱۳۸ کسان په نړېدلو ودانیو کې بند پاتې دي او د مرستنديو ډلو له خوا يې د ژغورنې هڅې روانې دي.

له زلزلې وروسته د مکسيکو سيټي هوايي ډگر هم د پروازونو لپاره بند شوی او په پلازمېنې کې لوړپوړيزې او نورې ودانۍ له اوسېدونکو خالي شوي دي.

دا زلزله په داسې حال کې شوې، چې په مکسيکو کې د ۳۲ کالو مخکينۍ زلزلې قربانيانو په ياد کې غونډې جوړې شوې. د زلزلې له امله په ټولو ښارونو کې د خطر زنگونه وهل شوي، خو ډېری خلکو فکر کړی و، چې دا به د ۳۲ کلنې پخوانۍ زلزلې په ياد کې زنگونه وي.

د مکسيکو چارواکو ويلي، چې مورلس ايالت کې ۵۴، مکسيکو سيټي کې ۳۰، پوبلا ايالت کې ۲۶ او مکسيکو ايالت کې ۹ کسان وژل شوي دي.

د مکسيکو ولسمشر له خلکو غوښتي، چې لارو او واټونو ته ونه وځي، چې د مرستندويه ډلو په کارونو کې خنډونه رامنځته نه شي.

د زلزلې له امله په مکسيکو کې ټيليفوني شبکې کار نه کوي او نژدې څلور ميليونه خلک له برېښنايي اسانتياوو بې برخې دي.

چارواکو غوښتنه کړې، چې خلک دې سيگريټ نه څښوي؛ ځکه چې د سيگريټ د اور له امله د زلزلې نورې جټکې راتلی شي.

د مکسيکو سيټي شاروال په يوه ټلويزوني وينا کې ویلي، چې د زلزلې له امله تر اوسه ۴۴ ودانۍ نړېدلي دي.

دوه اوونۍ وړاندې هم په مکسيکو کې درنې زلزې له نوي زيات کسان وژلي وو.

د امريکا ځمکپوهانو ويلي، چې د زلزې مرکز پوبلا ايالت کې و او ژوروالی يې ۵۱ کيلومټره بلل شوی دی.

د رپوټونو له مخې په گڼو سيمو کې د زلزلې له امله اورونه هم بل شوي دي.