د میرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني اثر ځينې ځانګړنې

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د میرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید اثر دا دی د دویم وار لپاره چاپ شو او د چاپ ویاړ یې هاشمي خپرنځي په برخه دی، دا اثر په روښاني څېړنو کې ځانګړی ځای لري.

د یادونې وړ ده چې په روښاني برخه کې پیاوړی لیکوال، څېړونکی او فرهنګي شخصیت محمد اکبر کرګر هلې ځلې د خاصې پاملرنې وړ دي.

کرګر په خپلو څېړنو کې په دې او نورو برخو کې یوازې په دودیزو اثارو او افکارو تکیه نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د معاصرو فلسفي افکارو او ټولنېزې ارواپوهنې او ټولنپوهنې په رڼا کې مسایل وڅېړي، لکه څنګه چې څېړونکي په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څېره په زړه پورې اثر دی. دغه شان همدا اثر(د میرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید) هم له وتلیو اثارو څخه شمېرلی شو.

کتاب په اوو څپرکیو( ۳۲۰) مخونو کې لیکل شوی دی چې دغه لویو سرلیکونو باندې بحث شوی دی: (لومړی څپرکی:په پښتون فرهنګ کې د ميرزا خان انصاري ، ميرز اخان انصاري څوک و؟

ميرزا د روښاني غورځنگ متفکر او ايديو لوگ شاعر، د ميرزا په شعر کې فکري استقامتونه ـ دويم څپرکی: ميرزا خان انصاري په فکري نړۍ کې د سفر په موخه، عرفان، تصوف او اسلام، زهد او رياضت ، رياضت، توحيد، فنا، فقر پالنه او توکل، په اسلامي نړۍ کې د تصوف او عرفان فلسفي بنياد، د اسلامي عرفان او تصوف پيلامه،

شيخ محی الدين ابن عربي ـ درېيم څپرکی: روښاني فکري او عقيدوي لاره، روښاني فکري او عقيدوي لاره، تصوفي تعليمات، مقامات، د شريعت دی بيان، د طريقت بيان، د حقيقت دې بيان، د معرفت دی بيان ـ څلورم څپرکی: ميرزا خان په ديوان کې د الفنامې فلسفي.

الف: د مدخل په توگه ، ب: په اسلامي فرهنگ كې دحروفو او شمېرنو ارزښت، ج: د ميرزا خان الف نامه او د هغې تصوفي او فلسفي مفاهيم، د: د الفنامې ځانگړنې.

پنځم څپرکی: الف: ميرزا او د شمېرنو او اعدادو ارزښت، د اخوان الصفا ټولنې باورونه، په اساطيرو کې، د ميرزا خان يو شعر، چې رموز دی، دمېرزا رمزي تمثيلونه،  د ميرزا په شعر کې د هندي عقايدو او فرهنگ انعکاس، نيروانا، ستهۍ، هولي يا د هندوانو د رنگونو جشن.

شپږم څپرکی: د ميرزا خان انصاري د فلسفي او عرفاني تفکر بنسټيز مسايل، لومړی: ميرزا او انسان، دويم: اشراقيت او معرفت، درېیم:عرفاني عشق، څلورم: نفساني غوښتنې او غرايز، پنځم: پير او مرشد، شپږم: وحدت اوکثرت، اووم: نفي او اثبات، اتم: ميرزا خان انصاري او د خير و شر يادونې، په عرفاني فرهنگ کې د خير و شر پېژندنه، شر د اروا پوهنې له نظره، شيطان د انسان په تن او وجود کې.

اووم څپرکی: په پښتني تصوفي عرفاني جريان کې، ميرزا او دزيږيدنې د ټاټوبي پښتونخوا ياد، فقير ای پي ميرزا عليخان، ماخذونه) دي.

د استاد دا اثر نوې خبرې لري، د ډېرو نویو بهرني ماخذونو په استناد دا څېړنیز اثر لیکل شوی دی. په ادبیاتو کې منظومو او منثورو ویناوو او ژانرونو کې یوه برخه یې د فورم، کالب، جوله او یا ځمکه ده او بله برخه یې محتوا، منځپانګه، معنا او کر ده.

د ادبپوهنې په څېړنېزو مطالعاتوکې فورم او کالب خپل اهمیت لري او منځپانګه خپل خو اکثره پوهان مو په علمي لیکنوکې په معناییزه خوا ډېر تاکېد کوي، خوکله کله زاړه اصول او کالبونه لکه د زړو څېړنیزو جوړښتونو پخوانۍ پولې ورانوي او په نوي روح نوي جوړښتونه را مینځته کوي.

د ازاد شعر په پیدايښت سره عروضي او مشترک نظمونو زاړه عنعنات مات شول او د خوشحال خان په نظر چې ښه شعرونه باید عروضي او په خاص وزن ویل شوي وي، ویناوو ته د پای ټکی کېښود او نن که ازاد شعر ښه منځپانګه ولري او د شعر او هنر مالګه یې برابره وي څو مرتبې د هغه نظم نه بهتره دی چې د وزن او قافیو مراعات پکی شوی وي خو د شعریت او هنریت نه خالي وي.

قدرمن محمد اکبر کرګر داستان لیکونکی، لنډو کیسو لیکوال او څېړونکی دی، د ده په څېړنو کې اساسي برخه یې منځپانګه ده، په ټولیز ډول د کرګر صاحب لیکنې د څېړنیزو لیکنو ډېرې ځانګړنې لري، لکه څنګه چې ښې پنځونې خپلې ځانګړنې لري، په همدې څېر ښې څېړنې هم خپلې ځانګړنې لري چې د دې اثر په ځینوخصوصیاتو بحث کوم:

د میرزا خان د اثر څېړنېزه ژبه

د تحقیق او تخلیق ژبې سره توپير لري. د څېړنې ژبه ساده، روانه، عام فهمه، کره، د لهجو نه مبرا، د مبالغې نه پاکه او همدارنګه د ټولو  معنوي صنایعو نه پکې استفاده شوې نه وي چې د دې اثر یوه مهمه ځانګړنه د تحقیق خپله ژبه ده. یعنې د تحقیقاتي ژبې کارونه دې اثر ته لا ښکلا ورکړې ده.

کرګر صاحب خپله څېړنېزه ژبه لري، دی خپله لیکنه له څو زاویو او بعدونو تر څېړنې لاندې نیسي، دلیل یې دا دی چې دی د ادبیاتو سره سره د فلسفې د بېلا بېلو مکتبونو، د ارواپوهنې او په همدې ډول د پښتو سربیره د نورو ادبیاتو مطالعه لري نو ځکه یې لیکنې څو اړخیزې دي، د څېړنې تقاضا اوس پ همدې شان ده، زاړه عنعوي څېړنې ځان مدرنې څېړنې نیولی دی.

د استاد څېړنیزې ژبې سرې ځینې عام خلک ستونزې لري، خو د استاد په وینا چې خپل څېړنېز کتابونه خاصو خلکو ته لیکي. یوه ورځ ورته ما وویل که کېدای شي خپله لیکلې ژبه اسانه کړه، استاده راته وویل، زه کوښښ کوم چې د لیکلو ژبه مې عام فهمه وي، خو ځینې فلسفي مسایل پيچلي وي، نشي کېدای چې اسانه شي.

د کرګر څېړنېزه ژبه

هر محقق د ماخذونو نه ګټه اخلي او همدارنګه د اقتباس په ډول د اثارو استفاده کوي. بهترین لیکوال هغه دی، که د ماخذونو ګټه اخلي سمه ده خو د ده ټول اثر باید په خپله لیکنیزه ژبه وي.

هر لیکوال او محقق خپله څېړنیزه ژبه لري او د هماغو نثري او شعري ترکیبونو، جملو، لغاتو او ژبې کارونې په اساس پیژندل کېدای شي. زه په پښتو ادب کې د پوهان حبیبي له ژبې سره اشنا یم، همدارنګه د محمد صدیق روهي له اثارو که استفاده وشي او ماخذونه وښودل شي، زه یې تشخیصولای شم. د دې خبرو اصلي دلیل دا دی چې د دوی د اثار مطالعه لرم.

دمحمد اکبر کرګر د میرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید اثرڅېړنیزه ژبه لري او د کرګر اکثرو څېړنیزو کتابونو ژبه یو شان او خپله ده، د ماخذ په ډول که د کوم کتابه استفاده کوي، نو د اقتباس په ډول ډېر وخت کټ مټ خبرې نه اخلي، کوښښ کوي چې مفهوم په خپله ژبه ولیکي، د داسې کړنې ګټه دا ده، که چیرې لیکوال له ماخذونو ګټه واخلي او د هر لیکوال خبرې کټ مټ د هغه په خپل انداز راوړي، نو یو کتاب به د څو ډوله لیکنو د سبکونو زیږنده وي.

په څېړنه کې اختصار

د دې اثر یوه بله مهمه ځانګړنه اختصار دی. په تحقیقاتي کارونو کې اوږده بیانیات او خبرې ښې نه وي. محقق باید په اصلې موضوع پيل وکړي او مستقیما بحث پيل کړي.

یو وخت په تخلیقي داستاني ادبیاتو کې رومانونو ډېر لوستونکي درلودل، د وخت او زمان په محدودیتونو سره داسې وخت راغی چې د رومان ځان ناول ونیوه او اوس لنډې کیسې ډېر لوستونکي لري، د دې خبرې یادونه مې ځکه وکړه چې اوس خلک وخت کم لري او اوږدو موضوعاتو لوستلو ته وخت نه لري نو ځکه په تحقیقاتي کارونو کې هم له اوږدو بیاناتو نه ډډه پکار ده.

ډېر لیکوال او محققان کله کله په ارادي ډول اوږده اوږده بیانيي او موضوعات راوړي چې موضوع یې لویه شي او خلک ووایي چې(فلاني) ډېر غټ کتاب لیکلی دی.د غټ کتاب لیکل او یا په یوې لویي موضوع علمي کار کول ناسم کار نه دی، بلکې سم کار دی خو په لویو موضوعاتو کې له اختصاره کار اخیستل له هغه مهمه مسله ده.

موضوع باید داسې اختصار شي چې د موضوع محتوا ته تاوان ونه رسېږي.که چېرې موضوع په داسې شان لنډه شي چې د موضوع معنا ته تاوان ورسوي نو په داسې مواردو کې لنډوالی د ګټې پر ځان تاوان رسوي.

(د میرزا خان فلسفي او عرفاني نړۍ لید) اثر په ډیر قوت او مهارت لیکل شوی دی او د څېړنې د مهمو خصوصیاتو دغه برخه یې د یادولو وړ ده.

په څیړنه کې د اوږده بیاناتو ډډه

په میرزا خان انصاري د محمد اکبر کرګر لیکل شوي اثر یوه بله مهمه ځانګړنه د اوږدو بیاناتو نه کار نه اخیستل دي. په څېړنیزه لیکنه کې باید له طوالته ډډه وشي او خپل پیغام او هدف په لنډو الفاظو ټولنې ته وړاندې شي. په عباراتو کې برابري او کافي الفاظ راوړل د فصاحت او بلاغت روح دی.که چېرې په یوه موضوع کې هدف راوړل د زیاتو کلماتو پر ځای په کمو کلماتو کې وشي نو سمه به وي.

په څېړنه کې د دلایلو قوت

هره څېړنیزه لیکنه کې د محقق خپل فکري قوت اړین دی. دغه فکري ځواکمنتیا د محقق د مطالعې سره اړیکه لري او د لیکنې په ځانګړنو کې راتلای شي، مبالغه به نه وي چې استاد کرګر یو له هغو لیکوالو او څېړونکیو څخه دی چې زښته ډېره مطالعه کوي.

د ده په لیکنو کې د لوستلو او لیکنو تر منځ ډیر واټن دی، دی زښت ډېر لولي او کم لیکي، د داسې لیکوالو په لیکنو کې بیا د دلایلو قوت ځانګړی ځای لري. هرمحقق حق لري چې خپل نظر سره له دلایلو راوړي خو د لیکوال دلایل باید مستند، قوي او محکم وي او د ده ټول نظریات راوړل باید پر دلایلو برابر وي.

که د بل لیکوال نظر ردوي، نو هغه هم باید په ځانګړي قوت سره وي او که چېرې نظر تاییدوي، د دلایلو او فکري ځواکمنتیا پر بنا وي.د دې اثر یوه بله مهمه ځانګړنه همدا ده.

د څېړنې تحلیل او تفسیر

د څېړنې د مهمو ځانګړنو یوه برخه تحلیل او تفسیر دی. بې تحلیله لیکنه بې روحه کالبت ته ورته ده، یعنې تحلیلي او تفسیري لیکنې داسې دي، لکه په انسان کې روح. بې روحه جسم حرکت کولای نه شي، دغه شان بې تحلیله لیکنه بې روحه څېړنه ده.

د محمد اکبر کرګر د اثر تحلیل او تفسیر د ستاینې وړ دی. په څېړنه کې د موادو تحلیل او تفسیر لیکنې ته ژبه ورکوي او لوستونکی کولای شي چې په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي. بې تحلیله او تفسیره تحقیقي لیکنې ته ګونګه لیکنه ویلای شو او لوستونکی ترې هدف  اخیستلای نه شي.

دا څرګنده خبره ده چې واقعیتونه خپله خبرې نه کوي، بلکې تعبیر او تفسیر ته اړه لري. د څېړونکي د استدال قوت او د بصیرت اندازه په دې وروستۍ مرحله کې څرګندیږي.

د موضوع معنوي اړیکې

هره څېړنیزه لیکنه باید د لوی سرلیک سره معنوي رابطه ولري. د دې اثر لوی سرلیک د موضوع سره او د موضوع ټول لوی سرلیکونه په خپل منځ کې علمي، منطقي او هر اړخیز تړاو لري. دا هغه ځانګړنه ده چې د پياوړو او صلاحیت لرونکیو محققانو په لیکنو کې تر سترګو کېدای شي چې د دې اثر یوه برخه دا ده.

د دې څېړنیز اثر منځپانګه نورې مهمې ځانګړنې هم لري، خو په پورته یادونو بسنه کوم.