د مینې غر را پرېوت!- استاد لال پاچا ازمون

زه د همدې ورځې د شپې پر اووه بجو عبدالمعید هاشمي خبر کړم، ما د یوه سیمینار د تابیا په باب فکر کاوه، د عبدالمعید هاشمي ټلېفون راته هم داسې ښکارېده چې دی به د سیمینار په باب راته څه وایي، خو څه خبر وم چې هاشمي به راباندې یو دروند خبر اوروي، که زه خبر وای نو ما به دا ټلېفون نه وپورته کړی،ځکه ماته د حسام د مرګ خبر ډېر دروند وو، تحمل کولی مې نه شو، باور مې نه راتلو چې حسام به موږ یوازې پریږدي، کالیزې ته مې وکتل، ما ویل داسې نه چې د دروغو ورځ وي او هاشمي راته دروغ ویلي وي خو د مرګ خبر چیرته دروغ خېژي، ځان مې تېر ایسته راتېر ایسته ما ویل ګوندې که دا خبر دروغ وي، زړه مې ډاډه کوه خو د زړه ستنې مې د دغه خبر په اورېدو لړزېدلې وې، چاودونه پکې شوې وه.
هو!دا مې هم نه انګېرله چې هغه به موږ یوازې پرېږدي، ځکه هغه سپین ږیری و، خو نور نامې خدای رک روغ و، خندانه څېره یې وه، تل به موسکی و، مرګ یې په څېره کې نه ښکارېده، اندېښنو په مخه کړی وم، شېبه ورسته مشر لیکوال انځور صیب زنګ راووهه، هغه هم سم له واره د ده د مرګ خبر راکړ، ویل یې موږ اوس د ولسمشر د خواخوږۍ پېغام خپروو، ما ویل موږ بې له دې هم د ولسمشر د خوښۍ پېغام وانه ورېده، له ولسمشر د خواخوږۍ پېغامونه ډېر زر خپرېږي خو د ابادۍ پېغامونه یې ځنډني دي. خیر تقدیر ته تدبیر نشته، ټوله شپه مې د حسام خندانه څېره سترګو،سترګو ته درېده، د هغه له یادونو سره بوخت وم، خاطرې وې، کیسې وې، پاڼې، پاڼې اوښتې را اوښتې، په اوښکو مې بدرګه کولې، د مزار کیسې یې رایادې شوې، د جلال اباد خوږې خاطرې یې رایادې شوې، په کابل کې تر نیمو شپو بنډارونه رایاد شول، زما او دده ترمنځ هغه ادبي نزاکتونه او خاطرې رایادې شوې چې د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې مو کولې.
د کمپاین پرمهال یوه ورځ ما ډاکټر صیب ته وویل: ډاکټر صیب حسام صیب په څېره کټ مټ ستا په څېر دی، په کونړ کې خلکو لیدلی و، ویلي یې وو هاغه دی اشرف غني راغلی، هغه په کټ کټ و خندل، حسام صیب هم دومره وخندل چې سره بخنه څېره یې نوره هم تکه سره شوه، ورته ویې ویل:ډاکټر صیب دا ازمون ما پورې ډېر لګي. ډاکټر صیب ورته وویل: دا ستا او د ازمون پاچا ترمنځ خبرې دي، زه پکې نه ځاییږم.
ما ورته وویل: ډاکټر صیب حسام په زړه ارمان نه دی پریښی، چې څه یې زړه غوښتي هغه یې کړي، دا هسې سپین ږیری مه وینه، په دې سپین ږیري کې لا اوس هم د ځوانۍ جذبې ویښې دي. حسام صیب کټ کټ خندل، ویل یې: ازمونه!ته له ما نه اوړې!
ما ورته وویل: ګوره که دې راټينګ کړم بیا دې ډاکټر صیب ته د مزار کېسې کوم، ډاکټر صیب وویل: لکه چې مزار کې خوږې کیسې لري؟
ما ورته وویل: دا سړی داسې مه ګڼه لکه دا ناست چې دی، په ده کې یو پټ شور دی، هغه بېت دې ندی اوریدلی چې :
دا زما د وینو جوش دی بل څه نه دي
که شرابو کې نشه وای نو بوتل له ګډېده
او سپین ږیرتوب یې هم داسې مه ګوره.
زما د سر په سپینو شوو ډکو مه تېروځه
زه په سینه کې زلمی زړه ډک د پښتو لرمه
په دې سړي کې یو پټ شور او راز شته، زه یې نه راسپړم، زه دده د رازونو خزانه یم، عجب خوندور ماښام و، ډېرې ټوکې مو وکړې.
حسام له آره پشه یي و، خو طبعه یې افغاني وه، شمله یې د پښتانه وه، څېره یې د تاجیک وه، له پشه یي نه یې پښتو ته زیات کار کاوه، افغانان پرې ګران و، دا وطن پرې ګرانو، دده پر مړینه به نه یوازې پشه یان او پښتانه خپه وي؛بلکې د نورو قومونو خلک به ورپسې تر موږ ډېر خپه وي، حسام یو ډانګ پیېلی سپین زړی او باجرئته انسان و، په ژبه او قول ولاړ و، مېلمه پالنه او خواخوږي یې په خټه کې نغښتې وه، چا به هم کله دغه خوش خندانه څېره پرېشانه او کرکجنه نه وي لېدلي، همېشه به يې پر شونډو مسکانه څېره له خندا او خوښۍ تک شور اوښته، خوښۍ یې د مخ سورخي زیاته کړې وه، د یارانو سره یې ناسته پاسته په طبعیت کې نغښتې وه، جیب یې پرانیستی و.
ویل یې: چې دا جیب پرانیستی وي، نو دنیا به ورته ځي او بېرته به ترې راوځي، خو فکر کول پرې نه دي په کار، سهي او مېړه و، ځوانۍ ورته دنیا لاس نیولې راوسته، خو ده له دنیا سره مینه نه کوله، پر شتو او سروت یې هم فکر نه کاوه، شته او سروت یې ددې لپاره غوښته چې ویې کاروي، خزانو کې یې انبارنه ساتله، د دنیا په خزانو پسې یې ښاماران کورته نه راوستل، ښاماران یې ګډول، په خلکو او وطن مېن و، له خپل کلي سره یې ځانګړې مینه وه، کونړ پرې ډېر ښه لګېده، له غره سره یې ځانګړې مینه وه، د خاپوړو کلی یې خوښېده، دېره او هجره یې خوښېده، په دې ورستیو کلونو کې یې غره ته غېږه ورکړې وه، له غره سره یې ډغرې وهلې. ویل یې: دا غر وینې ؟ ده مې په وړکتوب کې ډېر سر مات کړی، اوس مې په مټو کې دومره زور دی چې د دغه غر سر مات کړم، دا غر ایلوم، همداسې یې وکړل، ګومان کوم ډېرو خلکو به ویلي وي چې دا حسام څه کوي؟ دا کله په غرونو سر شو؟ خو حسام خلکو ته دا ښودله چې د کرکیلې لپاره لوېشت ځمکه لري، هغه هم په کوټو نیسي، سبا څّه خوري، دا غر د څه لپاره دی؟
شړ غر دی په سر یې لار جوړه کړئ، دا درس یې د سیمې خلکو ته ورکړ، یوازې خټينه کلا یې جوړه نه کړه، حسام خو ذوق لره، شوق یې لره، د شوق او ذوق په پلوشو یې مغلي ماڼۍ جوړه کړه، مغل به هم ورته ګوته په غاښ شي، ځکه ده غر په خپل کور کې ورک کړ، پدې ماڼۍ کې یې د پښتنو په دود لوی لوی کټونه واچول، سیمه وال لیکوال، او هنر پال یې ورته راوه بلل، د ګلونو فرش یې پکې وه غوړاوه، دی به تر ناوخته د بنډار په چرګۍ ناست وو خو ویل به یې چې مېلمه نه وي بیا وختي وېده کېږم، عجبه عادت یې لره، له ملا اذانه وړاندې به راویښېده، بیا به په یو ځانګړي ځای کې ناست و او منظومې جملې به یې لیکلې. ویل یه یې: زه له سهارپرته بل وخت لیک نه شم کولی، خدای پاک شته ورکړي وو خو د شتو په باب یې هیڅ فکر نه کاوه، افسوس دا چې ژوند بې وفا دی، ژوند له سړي سره یارانه نه کوي، مرګ د کار سړي زر اخلي، پردغه ځمکه یې د کار سړي نه لوریږي،ځکه خو دغه خوږ بلبل یې رانه واخیست.
بیا به خدایزده کله نورګل پاڅېږي او د حسام په څېر یو مینه ناک انسان به پېدا کوي، دا نو یو خیال دی، ډېره د ګرانه که بیا موږ په دې ځمکه د حسام په څېر یو مینه ناک انسان پېدا کړو. ما ځان د ده تابوت ته ورسوه، هغه سره بخنه څېره یې ژېړه زبېښلې وه، سترګې یې پټې وې، خدای په اماني مې ورسره وکړه، دا نو ورستۍ خدای په اماني وه، څېره یې راته خندنۍ وه، په تلو،تلو کې مې د ده دا جمله تر غوږ کېده، چې بچیش مزې کوه! اوس زه نه پوهېږم چې مزې دی کوي او که زه؟ د مرګ قاصدانو د ده پر مینه ناکې څېرې خاورې انبار کړې!
روح دې ښاد وي یادونه دې تل پاتې، زه به د دغه څېرې یاد په خپلو اوښکو تاند ساتم.
په راستنېدو کې مې له طبیعت سره د زړه خواله کوله، ته دا ګوره،په دې ورځ پر دې جل وهلې ځمکه پرښک پرښک باران ورېده، غر له هیبته سر ځوړند نیولی و، د ونو په پاڼو کې ساه نه وه،لهغمه یې روح الوتی و، اسمان ژړل، مرغانو ساندې ویلې، د ونو څانګې له مستۍ لوېدلې وې.