ژباړه: عطا محمد مياخېل
له واده مخکې: تر غرمې پورې ويده کېدل.
له واده وروسته: له لمر خاته مخکې را پاڅېدل.
اخلاقي پايله: سهار د وخته په را ويښېدو باندې عادت کېدل.
مخکې له واده: بې اجازې په سفر تلل.
وروسته له واده: کوڅې ته په اجازې سره تلل.
اخلاقي پايله: با ادبه کېدل.
مخکې له واده: بې منته تر ټولو ښه خواړه خوړل.
وروسته له واده: په منت سره سوځېدلي خواړه خوړل.
اخلاقي پايله: تواضع پيدا کول.
مخکې له واده: له جر و بحث پرته استراحت کول.
له واده وروسته: په سختو شرايطو کې کار کول.
اخلاقي پايله: د مهارت پيدا کول او پياوړي کېدل.
له واده مخکې: تفريحي ځايونو ته تلل.
له واده وروسته: د مېرمنې د کورنۍ کور ته تلل.
اخلاقي پايله: زړه خوږی او صله رحمي.
مخکې له واده: د ګيتار, تنبور او نورو … زده کول.
وروسته له واده: د ماشوم روزلو او د لوښو د وينځلو زده کړه.
اخلاقي پايله: اړينې او ګټورې زده کړې کول.
مخکې له واده: د پلار له جېب څخه د پيسو اخيستل.
وروسته له واده: مېرمنې ته د خپل جېب د ټولو پيسو ورکول.
اخلاقي پايله: سخي کېدل.
مخکې له واده: د سينما او پارک په ليکه کې درېدل.
وروسته له واده: د نانوايي او لبنياتو په ليکه کې درېدل.
اخلاقي پايله: د درېدلو زده کړه.