د نارېنه او مېرمني ترمېنځ ستونزي اوهواري

دکورني ژوند بنسټونه مېنه ، محبت، همدردي ، زړسوی، ګډه همکاري ، ښه چلflover_loveند او تفاهم دي او شیطانان په هغو ټولو وسائلو او فرېبونو چې په واک کې يې لري ددې هڅي کوي چې دخاوند او مېرمني تر منځ درځونه واچوي او بېلتون راولي داځکه چې هغوی نه غواړي دمسلمانانو دکورني اتګړ چاري روغي او دافرادو ترمېنځ يې پُرامنه فضا موجوده وي .

همدا راز ابلېس ته په ټولو شیطانانو کې هغه شیطان دنورو شیاطینو په نسبت نږدې وي او لوړ قدر لري کوم چې ددوو جوړو په منځ کې بېلوالی راولي :

عن جَابِرٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إِنَّ إِبْلِيسَ يَضَعُ عَرْشَهُ على الْمَاءِ ثُمَّ يَبْعَثُ سَرَايَاهُ فَأَدْنَاهُمْ منه مَنْزِلَةً أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فيقول فَعَلْتُ كَذَا وَكَذَا فيقول ما صَنَعْتَ شيئا قال ثُمَّ يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فيقول ما تَرَكْتُهُ حتى فَرَّقْتُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ امْرَأَتِهِ قال فَيُدْنِيهِ منه وَيَقُولُ نِعْمَ أنت قال الْأَعْمَشُ أُرَاهُ قال فَيَلْتَزِمُهُ (صحيح مسلم)

جابر رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ابليس خپل تخت په اوبو باندې کېږدي او خپل پټ لښکرونه په ځمکه کې خواره کړي  بیا هغه ته په ټولو شیطانانو کې غوره شیطان هغه وي چې ستره فتنه جوړه کړي ، یوشیطان راشي هغه ووايې چې ما داسې وکړل ابليس ورته ووايي: هېڅ دې هم ندې کړي او بیا بل شيطان راشي هغه ووايي چې زه تر هغه وخته پوري ورپسي شله وم ترڅو چي مې د خاوند او دهغه د مېرمني تر منځ  بېلتون راوست، ابلیس ورته ووايي تاډېر ښه کار کړى دی. په بل روايت کې امام اعمش داهم واي چې ابليس همدغه شیطان په غېږ کې ټېنګ ونیسي .

داچې ابلیس کورني فساد ته زیات خوشاله وي او هغه شیطان زیات خوښوي کوم چې دخاوند او مېرمني ترمنځ داسې فتنه اوفساد جوړ کړي چې په نتېجه کې د هغوی ترمنځ تفرقه پیداشي یوبنیادي علت يې دا هم دی چې کورنۍ دټولني بنسټېزه خښته ده؛ نوچې کله بنسټ وران شي کومه ټولنه چې په همدغه بنسټ درېږي هغه به هم هرومرو ورانېږي، بل داچې لکه په نورو بحثونو کې مو اشاره ورته کړې ده، هغه کوول چې په شخړيزه کورنۍ کې لوی شي زياتره منحرف او عصبي وي او ابلېس له الله تعالی سره دهمدې نسلونو دبېلاري کولو هوډ کړی دی  ،  بل داچې د خاوند او مېرمني اختلاف او یا شخړه یوازې تر هغوی پوري توقف نه مومي بلکې په دې کې زياتره د دواړو خپلوان او قومونه هم راښکېل کېږي چې دفساد او جنجال بڼه نوره هم پراختیا مومي او کله ناکله خو يې پايله دومره  ترينګلې شي چې آن وژني پکې رامنځته شي ؛ ځکه خو ابلیس ته هغه شیطان غوره وي چې داډول فتنه جوړه کړي .

په همدې اساس خاوند او مېرمن بايد پوه وي چې انسي او جني شیطانان دتل لپاره ورته په مورچل کې ناست دي او ددې لپاره انتظار باسي چې ددوی تر منځ وړو اختلافاتو ته وده ورکړي او ډېر واړه شیان دهغوی ترمنځ دبېلتون او جدايي منشأ وګرځوي؛ نو باید دهمېشه لپاره خپلو اختلافاتو ته دپای ټکی کېږدي , د نظر او رايې واړه اختلافونه په غټو جنجالونو نه اړوي او دا په عملي توګه  خپل شعار وګرځوي چې:

مونږ به هېڅکله هم له يو بل سره شخړه ونکړو

خاوند او مېرمن دواړو ته په کار دي چې د همېشني کورني نېکمرغه ژوند لپاره همدغه توري خپل شعار وګرځوي او ددې هوډ وکړي چې په کورني چاپېریال کې به هغوی بې جنجاله یوله بل سره دمیني اړیکې ساتي ،  دا اړیکې باید دخوږې ځمکې په څېر وي چې ګلونه او مېوه لرونکې بوټي پکې زرغونه شي نه داچې دتروې ځمکې غوندي اغزي او اغزن بوټي پکې شنه شي،  کله چې هغوی دا پرېکړه دخپل ګډ ژوند شعار وګرځوي بیا پوهېږي چې په کومه بڼه باید یوله بل سره چلند او تعامل وکړي، خو لكه چې ویل کېږي چې پرهېز غوره علاج دی ، کله هم چې د هغوی ترمنځ درایو اختلاف پیدا شي نو وده دي نه ورکوي او مخکې له دې چې معمولي اختلاف ریښې خښې کړې او قوت پیدا کړي باید ختمې کړل شي  ،  په ساده تورو هغوی باید دخپل منځي اختلاف  په ابتداء کې درملنه وکړي او داسې دي نه پرېږدي چې  وړوکی جنجال د لاپروايې له امله غټي ستونزي رامنځته کړي او غوره به داوي چې هغوی د واده له لومړۍ ورځي څخه یودبل په خویونو او عادتونو ځانونه خبر کړي او د خپل منځي ستونزو دحل لپاره د ګډ تفاهم لاره غوره کړي .

پښتانه وايې: لوښي چې زیات شي غږ يې پورته کېږي

ټولو ناروغیو او ستونزو ته  دپای ټکی اېښودل او په یوځل حل کول ناشونې دي خو غوره دادې چې لومړى  د دواړو خواوو تر منځ  داختلاف او جنجال اسباب وپېژندل شي او ځان ترې و ژغورل شي. زیا تره هغه عوامل چې دخاوند او مېرمني ترمنځ جنجالونه او اختلافات راپاروي په لاندې ډول دي:

(۱) داچې نارینه دځینو کورني مسئولیتونو په هکله لاپروا وي لکه د اولادونو په اړه  ،  دمېلمنو په باب  او یا دمېرمني دخپلوانو اوپلارګنۍ په هکله .

(۲) هغه حقوق چې اسلامي شریعت دښځي او نارینه په ذمه اچولي دي د هغو نه پاملرنه .

(۳)  سوء تفاهم او یا داچې په طرفینو کې یوه خوا په خپل درېځ ټېنګار وکړي .

(۴) دمزاجونو او عاداتو او افکارو بېلوالی چې یو طرف دبل طرف په مقابل کې سرچپه موقف خپل کړي.

(۵) دمېرمني ناسمه روزنه او تربیه چې موراویا پلارګنۍ  يې د نارینه په وړاندې دپولېسو او څارندویانو  رول لوبوي او دهري وړې او لويې پوښتنه ورڅخه کوي  اوحساب يې ورپسي نیولی وي .

(۶) اقتصادي ستونزې چې یاخو د خاوند امدني لږ وي او یا خو کار نکوي او یايې بېځایه مصرفوي او یا دمېرمني په ملکیت کې ناحقه تصرف کوي، همدا راز دخاوند په شتمني کې دمېرمني بېځایه لاسوهنه او بې اجازې تصرف  .

(۷) داچې مېرمنه خپل زیات وخت په بل څه کې لګوي لکه د اولاد سمبالول یا دخپلوانو او پلارګنۍ پالل او یا له نورو مېرمنو سره زیات مجلسونه کول چې د خاوند خدمت او حقوقو ته پاملرنه نکوي .

(۸) داچې د نارینه اړیکې د مېرمني له پلارګنۍ سره ښې نوي او یا دمېرمني اړیکې دخاوند له خپلو خپلوانو سره خرابي وي .

(9)               داچې هریو خپلو خپلوانو او پلارګنۍ د هغوی په ازدواجي ژوند کې دمداخلې کولو حق ورکړي .

(10)      دمېړه دپلارګنۍ خواښیه او خوسر بې مورده تقاضاوي او غوښتني او دنږور د ژوندانه په چارو کي بېځایه تصرف او دمېرمني د ندرورانو او لېورونو پرله پسې څارنه او تعقیب چي داډول سلوک نږور بد اخلاقي ته اړباسي.

(11)      دنجلۍ دمور او پلار ، وروڼو او خوېندو ډېر ورتګ زياته پوښتنه او ګروېږنه چي دهلک دپلرګنۍ سترګي ورباندي سرې او غونی يې ورباندي ترېو وي دنارېنه او ښځي ترمېنځ په اړېکو مستقیمي بدي اغېزې پرې باسي.

خلاصه داچې زیا تره ستونزي  هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې داسلامي شریعت هغه ټاکلي تګلاري شاته وغورځولي شي کومې چې ټول کورنی ژوند منظم کوي اوکورنۍ ته دائمي نېکمرغي وربښي .

خو هوښیاره مېرمن هغه ده چې له هر اختلاف څخه عبرت واخلي او هغه کارته لاس ونه غزوي کوم چې د خاوند او دې ترمنځ مخکې هم جنجال جوړ کړی وي او اوس يې هم رامنځ ته کوي او ددې لپاره چې ازدواجي ژوند يې په ښو اړیکو او میني ثابت پاته شي د روغي جوړي لاره خپلوي ، مسلمانه مېرمن هوښیاره وي او کله هم له یوه غار څخه دوه ځلي نه چېچله کېږي

خاوند او مېرمن ستونزي څه ډول هوارولای شي ؟

کله چې خاوند او مېرمن يې دستونزو او اختلافونو په وړاندې یو اتفاقي درېځ او تګلاره جوړه نکړي ستونزي نشي کمېدلای او کېدای شي ددې ستونزو طوفان یو وخت دهغوی ازدواجې بېړۍ ډوبه کړي؛ ځکه خو ور ته په کاردي چې پخپل مېنځي تفاهم ځیني بنیادي ټکي دخپل ګډ ژوند د دستور او قانون په شکل جوړ کړي چې  له هغو څخه په ګټي اخېستلو له خپلو اختلافاتو سره مثبت چلند کول ورته اسان شي چې ځیني يې په عمومي توګه مونږ ذکر کوو .

(۱)  کله چې یوه ستونزه پېښه شي دهغې په هکله اسلامي لارښوونو ته پناه یوسي او هغه څه چې ددې ستونزي په هکله د شریعت حکم وي دواړه لوري ورته غاړه کېږدي .

(۲) کومې ستونزي او اختلافونه چې دهغوی په منځ کې  پېښېږي باید پټ وساتل شي او یويې هم څوک ورباندې خبر نکړي .

(۳) دخپګان په صورت کې دنبوي احادیثو له مخي غوره هغه څوک دی چې اول سلام پیل کړي او مقابل لوری دسلام ځواب په غوړېدلي ټنډه وروګرځوي او په هماغه ځای یوبل وبښي او سره روغ شي او په تېرشوي جنجال بحث ونکړي او هېر يې کړي .

(۴) تل یوبل ته دنېکو خویونو توصیه وکړي .

(۵) که کوم لورى ملامت وي باید خپله ملامتي ومني او دمقابل لوري په خبرو قناعت وکړي او یو له بل سره روغي او نرمې خبري وکړي .

(۶) داختلاف په صورت کې دې یو لورى هم خبره د جنجال خواته نه بيايې او که غوسه ورغلی وي نو سکوت دي وکړي او چې کله يې غوسه ختمه شوه که اړتيا يې وي  په مناسب وخت کې دې خپله ګېله مقابل لوري ته په خوږه ژبه وکړي .

(۷) حوصله او برداشت کول او دصبر خپلول  او غوسه نه ښکاره کول .

(۸) مېرمن باید منونکې او نرم مزاجه وي .

(۹) دشرعي موازینو په رڼا کې که هرطرف ملامت وي خپله ملامتيا دي ومني او له مقابل لوري څخه دې بښنه وغواړي او عذر ورته وړاندې کړي .

(۱۰) په داسې کارونو کې له يوبل سره اختلاف ونکړي چې  په هکله يې داسلامي شریعت حکم څرګند وي، لکه : د مېرمني نفقه او یا جامه نه ورکوي او یامېرمن دخپل خاوند د خبرو له منلو څخه انکار وکړي  .

(۱۱) دجنجال په صورت کې له ناروا خبرو څخه ډډه کول لکه ښکنځلي او یا طلاق ورکول او یاداسې نور.

(۱۲) دجنجال په صورت کې هریو طرف باید دمقابل لوري ښه خویونه په پام کې ونیسي, ورپه زړه يې کړي او داسې نه وي چې په وړوکې جنجال یو دبل ښېګڼي ، خدمتونه ، اخلاص اوښه اخلاق هېر کړي .

(۱۳) دېته پام کول چې له جنجال څخه یوازي شیطان ګټه پورته کوي کوم چې دالله تعالی او زمونږ  دواړو ښکاره دښمن دی  .

(۱۴) نارینه باید دجنجال په صورت کې کور پرې نږدي خو که یقین يې شي چې په دې کې خیر دی چې بهر ووځي بیا وتلای شي؛ ځکه چې نبوي حدیث دی: لا هجر إلا في البيت،  مرورتیا به یوازې د کور په انګړ کې وي .

(۱۵) دجنجال او خپګان په صورت کې مېرمن ته نه دی رواچې  له خپل کور څخه  و وځي چې یاخو دګاونډي کورته ورشي او یا دخپلوانو کره لاړه شي او یا پلارګنۍ ته وتښتي که څه هم جنجال ډېر لوی وي .

(۱۶) ماشومان او اولادونه له جنجال څخه لېري ساتل او دهغوی په مخ کې جنجال نه کول .

(۱۷) دجنجال ژر حل کول او دزیات وخت لپاره نه پرېښوول .

(۱۸) دجنجال دختمولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل چې که کوم جنجال رامېنځ ته شي ولوکه هرڅومره غټ وي په دومره وخت کې به يې ختموو په دې مخکې سلا کېدل .

(۱۹) نارینه ته نه دی روا چې مېرمن پداسې شکل ووهي چې یاخو عیب پکې جوړ کړي او یايې هډ ورمات کړي او یا ویني ورباندي وبهوي او یايې په مخ او سر ووهي .

(۲۰) که دنارینه او مېرمني ترمېنځ اختلاف دومره زیات شي چې دوی يې پخپل مېنځ کې نشي حل کولای بیا دپخپلو خپلوانو کې هغه څوک دروغي جوړي لپاره راوبولي چې هغوی دروغ نیت خاوندان او نېکان وي ترڅو يې اختلافات ختم کړي او یوله بل سره يې روغ کړي اوكه هغوي هم ونه توانېږي بيا ديوه جید دیني عالم او يادکورنيو چارو يوه پوه او څېړونکي ته خپله ستونزه ووايي او دهغه نظر دعملي کړي .

(21)که په هېڅ شکل دجنجال ختمېدل ممکن نه وي او خبره دې ځای ته راورسېږي چې نور یوځای ژوند نشي سره کولای بیا که څه هم طلاق أبغض الحلال دی خو بیا دنارینه ورته طلاق ورکړي الله تعالی فرمايي:

وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا ﴿١٣٠﴾

ژباړه: که هغوی له يو بل څخه بېل شي هریو به الله تعالی  په خپل پراخ رحمت سره یوله بل څخه مستغني کړي او الله تعالی د پراخ رحمت څښتن او حکیم ذات دی .

دکورنیو ستونزو عوامل مختلف شکلونه لري  او خطر يې هم مختلفي درجې لري اوکله خو له خاوند او مېرمني څخه علاوه نوري خواوي هم پکې ښکېل وي، دبېلګې په توګه دغیرت په اساس رامنځته شوي شکوک اوشبهات ، په طرفینو کې دیوې خوا له پلرګنۍ او خپلوانو سره دبل لوري ناسمې اړیکي، دیوه طرف سرټمبګي ، داچې نارینه زیات بدزبان او غاوېجن وي، ښځه جنجالي او بدزبانه وي او دهرڅه په هکله پوښتني کوي  او داسې نور …

له دې بحث څخه په استغادې سره هغه کورنۍ چي پدې ته ورته شخړو او ناندریو اخته وي کولای شي تر يوه حده پوري خپلي ستونزي کمي کړي او دوخت په تېرېدلو سره به يې الله تعالی هرڅه روغ کړي ازدواجي ژوند په لمړيو کلونو کي هرو مرو څه ناڅه ستونزي لري خو که له صبر او زغم څخه کار واخېستل شي او دهغو عواملو دواړه اړخونه په ګډه همکارۍ او بشپړ تفاهم سره په کلکه مخه ونیسي کوم چي له وړې قصې دبېزو زخم جوړوي ژر به د الله تعالی په رحمت سره وکولای شي برلاسی ورباندي ومومي . والسلام

لیکنه: د ابو خليل قدوسي