د ناټو سازمان غړی روانه اونۍ د بروکسل پلازمینه بلجیم کې د افغان سولې او امنیت په اړه بحث کوي

دغه ناسته چې د چهار شنیې او پنجشنبې په ورځو کې د ناټو په مقر کې ترسره کیږي ددغه سازمان ۲۹ غړیو د دفاع وزیران پکې ګډون کوي، تر ډیره به یې تمرکز په افغان سولې او امنیت په اړه وي.

ددغې غونډې د بحث د اجنډا په اړه د ناټو عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي له یوه خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي.

د افغانستان په اړه په دغه ناسته کې تمه کېږي، چې زموږ دفاع وزیران یوه سوله‌ ییز جوړجاړي ته د رسېدو په خاطر د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له هڅو یو وار په بشپړه توګه ملاتړ وکړي، ترڅنګ یې تمه ده، چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې اوږد مهالې ژمنې بیا نوې کړې، په ځانګړي توګه د افغان پوځیانو او امنیتي ارګانونو د لا پياوړتیا او پراختیا په برخه کې

ناټو او شریکانو یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بروکسل په ناسته کې ژمنه وکړه، چې افغان پوځیان به تر ۲۰۲۴ کاله تمویلوي.

د افغان پوځیانو د تأمین لګښت پنځه مېلیارده ډالره اټکل کېږي، چې ډېره برخه یې متحده ایالاتونه ورکوي

د یادونې وړ ده، چې د ناټو غړيو هېوادنو، په‌ دې ناسته  کې به د افغانستان لپاره د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی نیکولاس کي، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خان او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي برخه اخلي.