لندن کې د ناټو غونډه په رسمي توګه پیل شوه چې افغانستان یې د محور مهمه برخه ده

 

د ناټو دغه ناسته د دې سازمان ۷۰ مې کلیزې په پار د انګلستان په لندن ښار کې د امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو په ګډون کې نن په رسمي توګه پیل شوه چې دوه ورځې به دوام وکړي.
دغه ناسته کې به د ناټو غړي هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي، چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ناټو پر ماموریت او افغان سولې خبرې وشي.