د ناکامۍ علت او مخنیوي یې !

کامیابي همیشه په ناکامۍ سره پیل کېږي. که پام مو وي، ټول هغه کامیاب او رسېدلي خلک په ژوند کې هرومرو یو ځل ناکام شوي دي.

دیو عالم وینا ده چې وايي: ناکامي مرګ نه ده، کامیابي پای نه ده دا دواړه د ژوند د کامیابولو لپاره جرأت دي.

نوموړی عالم وِنسټن اِس چېرچیل نومیږي. هغه وایي کله هم چې مونږ دا سوچ او فکر له ځان سره وکړو چې زه ناکام یم، دا سوچ مونږ تکرار سره خپل ذهن ته واچو په اخر کې مونږ خپل جرأت له لاسه ورکړو. له بلې خوا ټولنه هم زمونږ په ناکامېدو ډېر منفي اغېزه کوي او د جرأت کچې ټیټېدل لا زیاتوي او په اخر کې ناکامي مونږ له منځه یوسې.

د یوبل عالم وینا ده چې وايي: زه ناکام شوې نه یم، مګر ما په زرګونو لارې چارې موندلي، خو کار نه کوي

نوموړی عالم توماس ای اِډیسن نومیږي او وایي! چې کله هم مونږ د ناکامۍ سره مخ کېږو مونږ د ناکامۍ منفي اړخونه څېړو چې له کومې وجهې ناکامي منځته راغلې ده؟

دلته باید مونږ ناکامي په بشپړ ډول وڅېړو، ځګه هره ناکامي مونږ لا د کامیابېدو پر لور پیاوړی کوي. که چېرې مونږ د علت او څېړنې په لټه کې نه شو نو هغه وخت ډېره نږدې ده چې ناکامي مونږ له منځه یوسې.

نو اوس راځو! هغه علتونه چې د ناکامېدو سبب کیږي.

۱.دځان تنظیم یا برابرول:

د کامیابۍ لومړی او مهم اصل دا دی، چې ته باید خپل ځان تنظیم او برابر کړې؛ یعنې ژوند ته محالویش برابرول او په هغه باندې پوره عمل کول په کار دي. که چېرته د ژوند نظم برابر نه وي نو هیڅ کله هم د راتلونکي مشکلاتو مخه نه شې نیولې. همدارنګه غیر منظم اوسېدل د ژوند نور پړاونو کې انسان ډېر کمزوری ساتي. نو اړینه ده چې د نن کار همدا اوس وشي نه دا چې، سبا به یې وکړم. د کامیاب اوسېدو لپاره باید؛ وخت ضایع نه کړئ، احساساتو کې رانشئ، د تېرېدو څخه خلاصون پېدا کړئ ! دا ټول د کاميابۍ په لاره کې خنډ رامنځته کوي. همدارنګه د کامیابۍ څه رازونه دا هم دي لکه: ناوړه عادتونه له ځانه لېرې کول، خپګان لېرې کول، د اهدافو لپاره پلانونه جوړول، ځان مهم ګڼل، او په منظم ډول تمرین کول.

۲. ددوام نشتوالی:

ته به لایق او د داستعداد خاوند یې، خو که چېرې خپل استعداد ته دوام ورنه کړې؛ نو د ناکامېدو سره به مخ شې. دوام نه لرل د کامیابېدو مخنیوی کوي. په ټولنه کې ډېر استعدادونه لرو، خو هغوئ په خپل استعداد ویاړي. هو! ویاړ اوسي، خو استعداد په کار اچولو کې خورا کوښښ او زیار په کار دی او باید دوام ورکړل شي.

۳. دپلان نشتون:

پلان جوړول په ژوند کې ډېر یو مهم اصل دی. هرڅه لپاره باید پلان لرئ! که څه هم هغه پوره پلان نه وي. که چېري پلان ولرئ نو ټول کارونه به مو په یو مسیر روان وي. پلان نه لرل دا معنی لري چې په یو دښته کې ناست اوسې او لاره درڅخه ورکه وي.

۴.د ناکامۍ څخه وېره :

” هغه څوک کاميابي ترلاسه کولای شي، چې ناکامېدو ته غاړه کيږدي.” د ناکامېدو څخه ویرېدونکی سړی فلج کیږي (وروسته پاتې کیږي) د ناکامېدو څخه مه ویریږئ مګر د تشویق او هڅونې نشتون ته وویریږئ! د ناکامېدو څخه وېره لرل هم د کامیابۍ مخنیوی کوي. کله چې یو عمل په جریان کې وي که څه هم خوېدل را خوېدل شته خو عمل یا کار باید په جریان کې وي. ترڅو د کامیابۍ څوکې ته ورسېږئ.

۵. په ځان باور لرل:

پرځان باور لرل هم ډېر مهم اصل دی، ډېر کامیاب کسان داسې شته چې پرخپل ځان باوري دي او خپل د اهدافو لاسته راوړلو لپاره پلانونه جوړوي او خپل منزل ته ځان رسوي. کامیاب خلک همیش ستونزه حل کوي مګر ناکام خلک د ستونزو څخه تېښته کوي. کامیاب خلک وایي څنګه دا کار ژر تر ژره سرته ورسوم. ناکام خلک همداسې سوچ کوي چې دا کار ولې نه کيږي؟

۶.تهمت کول:

په کوم وخت کې چې د خپلې سهوې او تېروتنو سره مخ شئ، نو په دې وخت کې ځان پياوړی او دفاع یې وکړئ! که چېرې د خپلو سهوو او تېروتنو تهمت په پرديو واچوئ! نو په دې وخت کې تاسې د ناکامۍ سره مخ کېږئ. په ټولنه کې ډېر داسې کسان شته چې د پیاوړې اردې او عضم لرونکي دي او د ژوند هر ډول مشکلاتو سره مبارزه کوي.