د لس اوریز لیګ په ۱۲مه لوبه کې ماراتا عربینز لوبډلې نارترن واریورز لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۹۵ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې دوه افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی ښه وځلېدل.
نجیب په ۹ بالونو د ۴ شپږیزو په مرسته ۲۷ او حضرت الله ځاځي ۱۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې، راشد خان هم په ۷ منډو اوټ شو.
نارترن لوبډلې یاد هدف ۸م اور کې د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتونو کې وګټله.
دوی ته نیکولاس پورن په ۲۴ بالونو د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۶۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
توپ اچونه کې راشدخان ۲ اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ واخېسته.
د یاد لیګ یولسمه لوبه د کیرالا کینګز او راجپوټ لوبډلو ترمنځ د باران د ورښت له امله بې نتیجې شوه.
د دې سیالیو په لړ کې به نن ۷ بجې پښتون لوبډله د بینګال ټایګرس سره او ۹ بجې او ۱۵ دقیقې به کیرالا کینګز لوبډله د پنجاب لیجنډز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
خبریال : نصرت الله عمرزی