د نشه يي توکو کاروباریانو او سرتېرو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکویي عسکرو او د نشه یي توکو کاروباریانو ترمنځ نښته شوې، چې په کې څلور امنیتي سرتېري او لس د نشه يي توکو کاروباریان وژل شوي دي.

د مکسیکو حکومت وايي دوی د نشه يي توکو له کاروباریانو سره مبارزې ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو د مرستې او همکارۍ په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دغه هېواد سره پر خپله پوله د دیوال جوړولو کار روان کړی دی او وايي، ځکه یې په دغې پوله د دېوال جوړونې کارونه پیل کړی دي، چې له مکسیکو ورته غیر قانوني کډوال او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي ور اوړي.