د نغلو برېښنا بند د تولید ظرفیت دوه برابره شوی دی

د نغلو بند د برېښنا د تولید ظرفیت سل میګاواټه ته لوړ شوی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د دغه بند د برېښنا فابریکه څلور توربینونه لري او هر یو د مګړی د ۲۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وړاندې د دغه فابریکې توربینونه خراب شوي وو، خو دبرېښنا شرکت په هڅو او د نړیوال بانک په همکارۍ بېرته رغول شوي او د تولید ظرفیت یې هم له پنځوسو، سل میګاواټه لوړ شوی دی.

برېښنا شرکت وايي، په دې سره به په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي راکمه کړل شي.

کابل ښار له ۶۵۰ تر ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې د وارداتي او تولیدي برېښنا تر څنګ بیا هم کابل ښار تر ۴۰ سلنې پورې د برېښنا پرچاوي لري.