د عراق پوځ ویلي؛ دوه کاله وروسته یې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې نه د نمرود تاریخي ښار بېرته نیولی دی.
د عراق پوځ په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، د عراق بیرغ یې پر ودانیو ځوړند کړی دی او داعش په دغه سیمه کې ډېر مالي او ځاني زیان لیدلی دی.
د نمرود تاریخي ښار چې د آشوري تمدن غمی بلل کېږي له میلاد ۱۳ پېړۍ وړاندې د دجلې سیند په خوا کې د موصل ښار سوېل ختیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې جوړ شو.
د نینوا ولایت چې د موصل، نمرود او د عراق ځینې نور تاریخي ځایونه پکې دي، د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د داعش وسله والو لاسته ولوېد.
د موصل بېرته نیولو عملیاتو کې چې یو میاشت مخکې پیل شوي نژدې ۵۰ زره دولتي سرتېري، پولیس، کردي پېشمرګه جنګیالي، سني وسله وال او شیعه ملېشې پکې برخه لري.