د ننګرهار امنیتي چارواکې وایي، د دواړو لورو ترمنځ جګړه له تیري شپې راهیسې جریان لري چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته دی؛ خو وایي دواړو لورو ته پکې تلفات اوښتي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد انعکاس ته وویل، چې یاده نښته کې یو طالب او دیارلس د داعش ډلې غړي وژل شوي دي او د دوی ډېری سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.