د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی فريد ملک يې له تښتولو وژغوره

‏د ننګرهار ولایت رسنيو دفتر وايي، د جلال اباد ښار اتمې ناحيې مربوطاتو کې د تروریزم پر وړاندې مبارزې مديريت منسوبينو د فرید ملک په نوم د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی له غلو وژغورلو
ياد دفتر زياتوي، ‏د غلو شپږ کسیزې ډلې څلور تنه چې په يوې ريکشا کې سپاره وه په يو چيک پواينټ کې يو ميل تومانچې او برچې سره ونيول شول، چې له څېړنو وروسته یې دوه ملګري نور د فرید ملک کور ته نږدې په يو بل کور کې وموندل شول.
د ياد دفتر په وينا، ‏نيول شویو غلو اعتراف کړی، چې د فرید ملک په نوم د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي څخه يې د غلا کولو پلان جوړ کړی و؛ خو هدف ته له رسیدو وړاندې ونيول شول.