د ننګرهار د حوزوي برښنا ریاست وایي، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د نغلو – ننګرهار عمومي مزي د بادپښ اړونده سيمه کې عوارض کړي وو.
د برښنا ریاست زیاتوي، د ننګرهار برېښنا حوزې رئيس انجينر اکرام الله عابد له کار کوونکي ټیم سره ساحې ته تللی و او د برېښنا رامنځته شوې ستونزه یې حل کړه.