د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د محصلینو تر منځ انلاین مناظره ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، نوموړې مناظره يي سیالي، چې د بحث موضوع یې د افغانستان او ایران اقتصادي اړیکې وې، د اندېشه وران موسسې په نوښت جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون مناظرې کلب په ګټه تمامه شوه.

د مناظرې له پیل وړاندې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي خبرې وکړې او دغه ډول سیالۍ د محصلینو او ځوانانو په ذهني وده، علمي پرمختګ او د ظرفیتونو په لوړولو کې اغېزمن نقش لري.

ورپسې د دواړو پوهنتونونو د ۸ تنو محصلینو تر منځ مناظره پیل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون څخه محمد سلیم ناصري، منصور وحدت، هېواد دقیق او سلما دیاني او د کندهار پوهنتون څخه فیصل منلي، فضل الله فضلي، عرفان الله عرفان او سیف الله صدیقي په کې برخه لرله، چې د دوه نیم ساعته بحث او مناظرې وروسته د ننګرهار پوهنتون په ګټه پای ته ورسېده.