د ننګرهار او کونړ اړوند سیمه کې د کاشکوټ نړیدلی پل بیا رغول کېږي

په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاد محمد څرګند وایي، په راتلونکو دوه میاشتو کې به یې په نوي بڼه د ډیزاین چاري بشپړي او د یو کال په موده کې به د یاد پل د رغولو چاري پیل کړي.

نوموړی وایي، د یاد پل د بیا رغولو لپاره به په دواړو لورو د موټرو د تګ راتګ ډیزاین کړي دده په خبره چې دا ځل به یې تخنیکي معیارونو په پام کې ونیسي تر څو په راتلونکي کې کومه ستونزه منځته رانشي

د یادونې وړ ده چې د یاد پل د لیدني پرمهال د ننګرهار، کونړ او لغمان والیانو په شمول د کلیو او پراختیا وزیر، د ټولګټو چارو او کرنې وزارت معینانو هم ګډون درلود.