‏د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د اختر په دریو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ ټپیان ور وړل شوي

‏د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د اختر په دریو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ ټپیان د ننګرهار سیمه ییز، بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د ولسوالیو یو شمیر روغتونو ته ور وړل شوي چې له ډلې یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.