د ننګرهار محبس ترڅنګ د کالونو بند سړک خلاصېږي

د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وايي، د پلان آمریت له لوري د ښاري پراختیا پلان د عملي کېدو په ترڅ کې د ننګرهار محبس شاته د کالونو بند سړک به ژر خلاص او تګ راتګ به ورباندې پېل شې.
مسؤلین زیاتوي، چې ژر تر ژره ټول هغه خنډونه چې د یاد سړک په مسېر پراته دي ټول او په اساسي ډول دي د رغولو چارې پېل کړې، ترڅو د پلان سره سم د ښار ټول فرعي سړکونه سره وصل او ښاري بې نظمې ختم شې.
یاد سړک د ترافیکو مدیریت له مخې پېل او د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ترڅنګ سړک سره وصل کېږي.