د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونکوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې

تېره شپه د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ هزارنو سيمه کې ولسي پاڅونکوونکو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده .

د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی رامنځ ته شوې پېښه تائيدوي او وايي، چې رامنځ ته شوې نښته په ياده سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو د پلټنې پر مرکز شوې ده، چې پر مهال يې درې ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي ډي.

خوږياڼی زياتوي چې د پېښې پر مهال د ولسي پاڅون کوونکو په ځوابيه ډزو کې د وسله والو طالبانو يو تن وژل شوی او دوه تنه يې په ټپي حالت کې هم نيول شوي دي.