د ننګرهار والي د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو خبر ورکړ

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وایي، د عراق په موصل ښار کې چې داعش وسله وال ځپل کېږي، نو په دې ولایت کې د داعش پر فعالیتونو ډیر اغیز کولی شي.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي ښاغلي ګلاب منګل د انعکاس راډیو خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دغه راز په را تلوونکو اونیو او میاشتو کې به د داعش خلاف پراخه عملیات ترسره شي او د دوی راډیو چې اوس مهال خپرونې هم کوي له منځه یوړل شي.

د ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې اقدامات، په ادارو کې له پېنځلس کالو راهیسې د ګمارل شویو اشخاصو پر وړاندې اقدام، چې ویل کېږي ادارې يې په ګروۍ اخیستي او ډیر نور موضوعات دي، چې والي ګلاب منګل زمونږ له خبریال محمدزمان سهیل سره په مرکه کې پرې خبري کړي.

مرکه یې دلته واورئ.