د ننګرهار والي په کرایه د ورکړل شویو کورونو یوې میاشتې کرایې معاف کېدو غوښتنه کړې

د ننګرهار والي شاه محمد میاخیل د یوې مشورتې ناستې پرمهال دې ولایت کې په کرایه د ورکړل شویو کورونو، سرایونو، دوکانونو او د خصوصي پوهنتونونو پر مالکانو غږ کړی، چې د حمل میاشتې کرایه او د  زده کړیالانو د پوهنتون فیسونه معاف کړي.

همدا راز یې د خصوصي پوهنتونونو ترڅنګ د خصوصي ښونځیو پر بنسټګرو هم غږ کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د رامنځته شویو رخصتیو پرمهال له زده کوونکو د فیس له اخېستلو ډډه وکړي.

د میاخیل په وینا چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه هټۍ، سرایونه او نور سودا ګریز ځایونه تړل شوي او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې په همدې موخه یې د جایدادونو مسؤلینو سره د حمل مياشتې د کرايې نه اخیستو پرېکړه کړې ده.