1: پرچه په ډېره سړه سینه حل کړﺉ،هیڅ تر آغېزې لاندې مه راځﺉ،بلکې داسې یې وبولۍ لکه عادي امتحان ته چې ناست يﺉ.
2: لومړی هغه سوالونه حل کړﺉ، په کومو چې %100 باوري یاست.په هغه سوالونو چې شکمن یﺉ ،هغه وروسته حل کړﺉ، شايد ذهن ته مو جواب راشي، په دې شرط چې دوخت انټروال په نظر کې ونیسﺉ.
3: د بل چا څخه د تمې لرلو،نقل کولو،خبروکولو او دې ته ورته کارونو څخه ځان وساتﺉ، ځکه چې زياتره ملګري د مکتب ګومان کوي، خو دلته بیا هر څه بدل وي، په دې ورځ هر سړي سره د خپل ځان غم وي.
4: ډېره مهمه او اړينه خبره د انتخاب ده.
لومړی بايد تاسو د سوالو د حل مطابق انتخاب وکړﺉ، يعنې څومره سوالونو باندې چې باوري یﺉ، هر يو سوال ته په 2.25 نمرو کې ضرب ورکړﺉ، ځان ته مو خپلې احتمالي نمرې وټاکﺉ، او د همغې مطابق انتخاب وکړﺉ.
د انتخاب موضوع ډېره مهمه ده هوایي انتخاب مکوﺉ؛ بلکې داسې انتخاب وکړﺉ چې په راتلونکي کې پښېمانه نشﺉ، بيا درته پښېماني هيڅ ګټه نه لري. انتخاب ستاسو د سر نوشت ټاکل دي کومو پوهنځيو سره چې مو مینه وي هماغه انتخاب کړﺉ. %50 د کاميابۍ چانس مو په دقیق انتخاب دی.
درنښت.
لیکوال: اکرام الله حقیار