د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، افغان ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د توپچي بریدونو په ترڅ کې اوه تنه او په میاګانو سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو د سرې قطعې پنځه غړي وژلي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا د بریدونو پر مهال د یادې ډلې درې عرادې موټرې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.