امنیتي چارواکي وايي، افغان ګډو ځواکونو نن سهار د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د موج سیلاب څلور څپې یوولسم نمبر عملیات پيل کړل.
د امنیتي چارواکو په وینا یاد عملیات چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا په مشرۍ د ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیسو، سرحدي او عامه نظم پولیسو له لورې په ګډه پر مخ وړل کیږي، موخه یې په یادې ولسوالۍ کې د امنیت پیاوړتیا، ښه حکومت والي او ولسمشریزو ټاکنو ته د زمینې برابرول دي.