د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سېلاب څلور نمبر یولس عملیات بریالي روان دي

د څلورمې پلې لوا له مطبوعاتي دفتره انعکاس ته په راستول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سېلاب څلور نمبر یوولس په نوم پیل شوي عملیات بریالي روان دي او په پایله کې یې ددغې ولسوالۍ د ټټنګ، جبارخیل، شمشپور، بر کټه پور، کوز کټه پور او کاکوخېلو په ګډون یو شمېر نور لوی او واړه کلي د وسله والو مخالفینو له شتونه پاک شوي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغان ځواکونو په قطارونو یې بریدونه کړي، چې ۶ سرتېري یې وژلي او اته نور یې ټپیان کړي او هم په جګړه کې یو ټانګ له منځه تللی دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی بیا عملیاتو کې د پرمختګ خبره کوي.