دملي امنیت چارو واکي وایي تېره شپه د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند دپټلو په سیمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والوطالبانو په مرکزونو عمليات ترسره کړي دي.
د دوی پر وينا په دغه عملیاتو کې یاد مرکزونه له منځه وړل شوي او د۴قوماندانو په ګډون په کې ۹وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې سنګرمل،شهاب،حقیار او غنی مشهورپه سحرګل دطالبانو قوماندانان دي .
د چارواکو پر وينا په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې اومهمات هم له منځه وړل شوي دي .
نیوز