د ننګرهار په والي بريد کوونکی ونيول شو

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، بريد کونکي حکمت الله رسنيو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې پلان يې درلود د ننګرهار پر والي شاه محمود میاخېل هغه مهال بريد وکړي، کله چې نوموړی د پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي او د افغانيو رواجولو په موخه جلال اباد ښار کې پلی کمپاين کوي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونيول شو .