د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د والیبال پېل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پېل شوې سیالۍ له درې ورځو دوام وروسته د شولانې میګانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د سیالیو مسؤلین وایي، په دې سیالیو کې به له غوره لوبغاړو څخه یوه لوبډله جوړه کړي.

بل پلو لوبغاړي له مسؤلینو غوښتنه کوي چي چپرهار ولسوالۍ کې ورته یو ښه معیاري لوبغالی جوړ کړي.