د ننګرهار ځوانانو له امنیتي ځواکونو او د قانون له تطبیق څخه ملاتړ وکړ

د ننګرهار ولایت مخې ته یو شمېر ځوانان په دې موخه راټول شوې وه، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او په لاسو کې یې سپینې ورقي نیولې وې، چې په کې له افغان ځواکونو ملاتړ او د زوراکو پر وړاندې د قانون د عملي کېدو غوښتنې یې لیکلې وې.

ګډونوالو د قانون ماتوونکو پر وړاندې په خاصه کې د ولسي جرګې د تېري ورځې پر پرېکړه چې ولې یې ځواکونه د موټرو تورې ښيښې سپینوي توند غبرګون وښود او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې قانون په ټولو تطبیق کړې او په دې برخه کې د هېڅ زورواکي فشار ته تسلیم نشي.