د ننګرهار کرونا ټیسټ لابراتوار کې د ۴۹ نمونو له ډلې یې ۳۹ مثبتې ختلي

په یادو ۴۹ نمونو کې د ننکرهار له ۱۱ سمپلونو یې ۷ مثبت، ۴ منفي، د لغمان له ۱۲ نمونو څخه ۹ مثبت ۲ منفي او د کنړ له ۲۶ سمپلونو څخه ۲۳ مثبت او یوه پېښه منفې ختلې ده. د روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې تر دې دمه په ننګرهار له ۱۶۷۶ نمونو څخه ۸۹۹ مثبتې پېښې او ۳۷۵ منفي ثبت شوي او پاتې نور یې تر پروسس لاندې دي، چې ۴۲ تنه یې کاملأ ښه شوي او تکراري ټسټونه یې منفي شوي دي.