د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د دېوال پرېوتو پېښه کې اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د کوټ ولسوالۍ لاغر جوی سيمه کې نن یک شنبه ماښام د کور دېوال پرېوتو پېښه کې د يوې کورنۍ اړوند څلور ماشومان او يوه مېرمن مړه شوې او درې نور سخت ټپيان دي. د يادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ولایتي ادارې په وینا روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ دى. ياده پېښه د ورښتونو له امله د دېواله د زيانمنېدو وروسته رامنځته شوې.